خليلزاد د افغان سولې په تړاو ۱۳ ځله پاکستان ته سفرونه کړي

0 570

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي د سولې خبرو په تړاو ۱۳ ځله پاکستان ته سفرونه کړي، خو د اندېښنې خبره دا ده چې ايله څلور ځله د دغو سفرونو په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميې خپرې کړي، د پاتې نورو سفرونو په اړه چوپتيا غوره شوې او نږدې د ټولو سفرونو په اړه د بحث اصلي منځپانګه پټه ساتل شوې ده.

په دغو ديارلسو سفرونو کې ۱۰ ځله خليلزاد مخامخ د افغان سولې په تړاو د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه سره خبرې کړي دي او دغه راز نږدې په نورو ټولو سفرونو کې د ای ايس ای له مشر او جګپوړو مسوولينو سره کتل شوي دي.

له دې ديارلسو سفرونو او په کې د بحث شويو موضوعاتو او له هغو څخه د حکومت او خلکو تر خبرېدو وروسته تحليل دا دی چې افغانان څومره د خپل هېواد له راتلونکې خبر دي او امريکا تر کومې کچې د افغان سولې په موضوع کې له پاکستان سره مخته ځي؟

همداراز د سولې په تړاو يوازې او په خپلواکه توګه په څومره مواردو کې طالبان تصاميم نيولی او پرېکړې کولی شي؟

همداراز په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان په واک کې ده او که د طالبانو؟

د پوځي چارو شنونکي شېر علم فقيري پاکستان ته د سفرونو د محتوا په نه څرګندېدو انتقاد کوي: «زه باور لرم چې خليلزاد هغه جزیات له حکومت سره هم نه دي شريک کړي چې امريکا او پاکستان د افغانستان په تړاو پرې بحثونه کړي دي. ولس خو بيخي لرې خبره ده

د نوموړي په وينا، د يو ستراتېژيک ملګري په توګه د واقعيتونو پټول په لوی لاس افغان جګړه په يو نامعلوم سرنوشت اخته کوي او هغه مهال به يې کنټرول د امريکا له وسې هم وتلی وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply