د ننګرهار ولايت کرنې رئيس انعام الله ساپی وايي، چې په دې ولايت کې په شاوخوا درې زره جريبه ځمکه کې د شفتالو باغونه جوړ شوي، چې سږکال به اووه نيم زره ټنو پورې حاصل ورکړي.

نوموړی وايي، چې په دې ولايت کې حلالو کښتونو او د ميوو باغونو جوړولو ته پاملرنه زياته شوې ده.

هغه زياته کړه: (( د کوکنارو په پرتله د شفتالو مالي ګټه ډېره ده او له همدې امله اوس بزګر د کوکنارو زیار، قيودات او خطرات نه مني، حلالو کښتونو او بڼوالۍ ته يې مخه کړې ده.))

کرنې رئيس وايي، چې د بېلابېلو ميوو د باغونو په جوړولو او انکشاف کې به لازمې هڅې تر سره کړي.

په سره رود ولسوالۍ کې يو بڼوال وايي، چې په شپږ جريبه ځمکه کې يې د شفتالانو بڼ جوړ کړی، چې تر دې دمه يې یو جریب د دوه سوه زره افغانيو په ارزښت حاصل ورکړی.

ياد بزګر وايي، چې پخوا يې په همدې ځمکه کې کوکنار کرل، چې د يادونې وړ ګټه يې نه درلوده؛ خو اوس له بڼوالۍ ډېر خوښ دی.

په ننګرهار ولايت کې دولتي ادارو او ځايي خلکو له لوري زرګونه جريبه ځمکو کې د بېلابېلو ميوو باغونه جوړ شوي، چې ښه حاصلات ورکوي او هر کال د نويو باغونو په جوړولو کې زياتوالی رامنځته کيږي.