د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې  د سولې پروسې، له دغې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم بحث او خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارول کېږي.

خبرپاڼه کاږي، قمر جاوېد باجوه ویلي، هیواد یې د خپلواک او ولسواک افغانستان او جمهوریت ملاتړ کوي.

ارګ وايي، د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي.