ولسمشر به د کابینې ډنډوره څنګه کړي؟!

عمادالدین ځواک

0 714

له حکومت او راعیت سره اوس بیا دا اندیښنې پیدا شوي دي چې د تیرې (ګنډو کپرې کابینې) دورې با تجربه ولسمشر (ډاکټر محمد اشرف غني) به یو ځل بیا په ملا کې د نیم شوي حکومت کابینه څنګه کړي؟

تیره دوره کې هغه څوک چې د ولسونو لپاره د یو مفکر په توګه د طمعې او توقوع یو ځلاند لمر بریښېده، اشرف غني و. په ټول قوت او طاقت سره یې دده د بریالي کیدو هڅه وکړه؛ نوموړی واک ته ورسیده، تر ده دمخه او د بریالي کیدو په لومړیو ورځو کې به یې ویل چې له حکومت نه به سهامي شرکت نه جوړوي، له هیچا سره به په هیڅ قیمت معامله نه کوي، خو ومو لیدل چې د اجرائیه ریاست په ایجاد سره یې حکومت په ملا کې نیم کړ، پنځوس سلنه یې خپله کابینه له اجرائیه مشر عبدالله عبدالله سره وویشله.

که څه هم چې ولسمشر به د خپلې ژمنتیا او واکمنۍ په اساس غوښل چې یوه بې سارې او منظمه کابینه ولري؛ په داسې حال کې چې د دې کار لپاره یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ټوله کابینه لرې او پر ځای یې د نوو وزیرانو د مقررۍ حکمونه صادر کړل. خو د سهامي شرکت د جوړیدو یوه ستره تیروتنه یې هم وکړه، لکه د لویې پکتیا او لوی ننګرهار، یا لوی کندهار او شمال زون یا هم قومي برخې او سهامونه یې له توجه پاتې نه شول.

پر نورو یې خبره نه کوم، خو په دې باید سره پوه شو چې ولسمشر ونه شو کړای چې د عبدالله عبدالله د چیلکبازۍ په نتیجه او د ولسي جرګې د مکررو غوښتنو، هیلو او ګواښونو سره سره بیا هم د ملي یوالي د حکومت تر پایه دغه کابینه بشپړه کړي. یو څو یې تر پارلمانه ورسیدل، رایې یې واخیستې او ډېر ژر سلب صلاحیت شول.

کېدای شي هغه وخت د ولسمشر غني او د ټیم یې د راتلوونکې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د واک خوبونو ته د تعبیر طمعې او هیلې وې چې د داسې خلکو د ساتنې لپاره یې د عوامو د رضایت او نارضایتۍ کوم خیال ونه ساته چې همداسې وشول هم. دلته ولسمشر څو تاوانونه وکړل چې په لنډ ډول ورته یادونه کوم.

که د ازبکانو د قوم په استازولۍ جنرال دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال او سروردانش یې د هزاره قوم په استازولۍ دویم مرستیال ګمارل شوي ول، د دوی دواړو له خوا د دوی له قومونو نه د سهمیې په پام کې نیولو سره داسې څوک په مهمو بستونو وګمارل شول چې د حکومت پایې یې کرکینې او تاریخي ارزښتونه یې ورته ونړول. د ولسمشرۍ د چارو د ادارې ازبک مرستیال فریدون الهام چې د اخلاقي او نورو فسادونو له امله یې حکومت ته لویه ضربه ورسوله، تر پنځو کالو پورې یې ښه په عیش او نوش دغه سهم وخوړ، په داسې حال کې چې په دې شریف قوم کې ډېر معزز او پوه کسان شته چې د لاس مزدورۍ ته ناست دي. په دې ګمارنو کې الهام مشت نمونه خروار حسابېږي.

د عبدالعلي محمدي په نامه د ولسمشر ستر حقوقي سلاکار چې د فساد دومره ستره کړنه یې تر سره کړه چې د هزاره قوم شریف او معزز کسان یې هم ورسره بدنام کړل، دې ته ورته ډېر نور هم په دغه سهم کې تر اوسه عیش او نوش کوي. د ولسمشر په دې بدنام شو چې دده تر مشرۍ لاندې په ارګ کې اخلاقي فساد ته په سستماتیک ډول کار کیږي، د معامله ګر په توګه یې تر بهره شهرت وموند، د ټامي اصطلاح خو یې په دور کې ددې لپاره مشهوره او په ده ور وتپل شوه چې د خامه خوله هلکانو او بیا دداسې چا لپاره بدنام شو چې یا له افغاني فرهنګ څخه لرې لوی شوي ول او یا هم د اوښيګانو او باجه ګانو په تور سره تړلي معرفي کېدل. دا بېلګې لا اوس هم کمې نه دي. دا و چې د ولسمشر هغه خبره هم والوته چې ویل به یې د ارګ او امام تر منځ یا د خلکو تر منځ واټن کمیږي؛ برعکس دا واټن په جریبو جریبو نور هم زیات شو.

د پښتنو په سیمو کې هم د لوی ننګرهار، لویې پکتیا او لوی کندهار په نامه داسې بې ننګه او بې باګه خلکو وخوړه او وڅښله چې تر هغې نه وای زر وارې به ښه وه. زه چې د لویې پکتیا او بیا په ځانګړې توګه په پکتیکا (ځدراڼ قوم) پورې اړوندیږم، د لویې پکتیا په سهم لږ تم کیږم. سره له دې چې د نورو هغو په ډول د لویې پکتیا میشت قومونه که په هیواد او که له هیواده بهر دي، دومره باعزته، پوه، مخور او وطن پرسته پاک نفسه خلک لرو چې که له ډلې یې ان یو تن هم زمونږ په دې سهم کې وګمارل شي، تر دې لسګونو نورو هغو به ښه وي.

د ولسمشرۍ د چارو د ادارې تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل چې سل په سله د ولسمشر له خوا د لویې پکتیا او په ځانګړي ډول د ځدراڼ قوم په سهم او استازولی د پاچاخان پوهنتون او د هوایي دهلېزونو په لا پراخېدو کې د ځنغوځیو او نورو وچو میوو لپاره د خیالي برنامو او ناکامو طرحو په وړاندې کولو سره دلته ګمارل شوی و؛ هغه نخرې وکړې چې ان د ځدراڼ قوم به یې شتون ځان ته عار بولي. د لکونه ډالرو په بدل کې یې لویې او وړې ګمارنې پیل کړې، لکه د ولسمشر سلاکاران او یا د سلاکارانو ارشد کېدل، د چارو له ادارې نیولې د وزارت خونو او ان تر ولایتونو پورې د ریاستونو او تر دې د ټیټو بستونو لپاره د کمظرفیته کسانو ګمارنه.

نوموړی چې د پاکستان د څارګرې شبکې آی اېس آی د یو لوړرتبه فعال مامور زوم دی، د کار په دوره کې یې پاکستان ته پټ او ښکاره دومره سفرونه کول چې ان هند ته به اجرائیه مشر عبدالله هم نه وي کړي.
اوس که بیا دا ډول کبینه جوړیږي، لرې نه ده چې اوشتک بازی او هغه د پخوا په څیر بدنامي لا زور واخلي، د دولت سازۍ ټولې مفکورې به لکه بوړبوړکۍ لولپه شي خلاص.

اوس چې بیا د حکومت هماغه پخواني مشران واک ته رسېدلي په دا توپیر چې دا ځل د خلکو رایو ته اړتیا نه لري، نو هیله ده په ډېرې مهربانۍ سره دې د خپل نوم، عزت او پت د ساتلو لپاره داسې مخوره او با تجربه کابینه جوړه کړي چې د پارلمان وکیلان یې په رایه ورکونه او دوی یې په معرفي کېدنه ویاړ وکړي.

زه چې د نظام پلوی یم، په نظام کې داسې ناوینځلې او نازولې څېرې ګورم چې په سهمونو یې خیټه اچولې، په کراتو د بې باورۍ له امله شړل شوي، خو بیا له سره پرې باور شوی؛ که هغه په کابینه کې وي او یا په نورو ریاستونو کې. ولسمشر دې داځل داسې کدرونه په کابینه او مهمو ریاستونو کې وګماري چې نظام د راتلونکي لپاره بیخي استوار او له اندېښنو پاک وي.

په پای کې

ازمودن را ازمودن خطاست

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply