طالبانو شل کاله جاهله افغان ځوانان په دې تېرویستل چې افغانستان کې جګړه جهاد دی او دې کلونو کې یې لسګونه زره افغانان د واک او نشهيي توکو د قاچاق لپاره قرباني کړل.
تاسو د ملګرو ملتونو وروستۍ راپور ولید چې دا پکې ښکاره شوې وه چې د طالبانو قومندانان د افغانستان په لویدیځ او سویلي ولایتونو کې د نشهيي توکو پراخ قاچاق کوي او له دې درکه د جګړې قومندانانو ته امکانات برابروي او پيسې ورکوي.
هغه کسان چې د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي، ناخبره له دې چې مشران یې د نشهيي توکو په کاروبار بوخت دي او همدا جګړه ده چې د نشهيي توکو کاروبار او قاچاق ته یې زمینه برابره کړې.
تاسو به په یاد وي، یا نه ، خو د طالبانو په حکومت کې باقاعده د کوکنارو له حاصلاتو مالیه اخیستل کیدله او خلک تشویق کیدل چې د نشهيي توکو پراخ کښت وکړي او بیا به طالب مشرانو د دې کښت حاصلات (افین) نورو هېوادونو ته قاچاق کو.
د طالبانو د نشهيي توکو د قاچاق لار پر ایران ده او له ایران نورو هېوادونو ته لار پيدا کوي او داسې ټولې نړۍ لپاره طالبان د نشهيي توکو اړتیاوې پوره کوي.
د طالبانو جګړه نه په چنده روانه ده او نه په خیرات، د نشهيي توکو کاروباریانو سره یې طالب قومندانان یا شریک دي او یا خپله مستقیما د نشهيي توکو قاچاق کوي او له دې درکه د جګړې قومندانانو او نورو وسله والو ته پيسې ورکوی.
ممکن د جګړې په لیکو کې ځینې جاهله ځوانان وي چې رضاکار ډول باندې د جهاد په نوم ترې استفاده کیږي، خو اوس وخت کې د جګړې اکثریت وسله والو ته د نشهيي توکو قاچاقبران باقاعده معاشونه ورکوي او ژوند یې ورجوړ کړی دی.
د طالبانو لیکو ته د ځوانانو زیات ورتګ لامل هم دا دی چې طالبان د افغانانو له غربت ناسمه ګټه اخلي او د لږو پیسو په بدل کې یې د خپل نورو افغانانو پروړاندې جنګوي او له دې درکه پيسې ورکوي.
تاسو وګورئ چې د لویدیځو او سویلي ولایتونو لوی لارې هیڅکله نه امن کیږی، د طالبانو زیات تمرکز پر همدې لارو دی چې غواړي په دې لارو باندې نشهيي توکو قاچاق په ازادانه ډول وشي.
طالب نه دومره د اسلام لپاره مړ دی، نه د شرعیت نظام لپاره او نه د جهاد لپاره، یواځینی د جګړې لامل یې د نشهيي توکو قاچاق دی او که جګړه نه وی، دوی یوه ورځ هم د نشهيي توکو کاربار نه شي کولی.
په لویدیځو او سویلي ولایتونو کې چې کله کله پوستې سقوط کیږي او بیضونو باندې لوی بریدونه کیږی، همدا د نشه يي توکو قاچاقبران دي چې غواړي د قاچاقو لپاره له مخې موانع لیرې کړي.
له طالبانو سره د نشهيي توکو قاچاق کي داخلي او نړیواله مافیا ملګري ده او د دې کاروبار زیاته ګټه هم بهرني قاچاقبران وړي.
دا چې د نشهيي توکو کاروبار او قاچاق کې زیاتې پيسې دي، طالبان د زیاتو پيسو او امکاناتو لپاره د مافیا په لارښوونه ځینو سیمو کې ځانګړي بریدونه او جګړې کوي چې وکولی شي په اسانۍ سره ایران او نورو هېوادونو ته نشهيي توکي قاچاق کړي.
طالب د اسلام او جهاد ترنامه لاندې هغه قاچاقبر دی چې ټوله نړۍ ته نشهيي توکي رسوي او له دې درکه په لاس راغلو پيسو باندې جنګیالي استخدام کوي او نشهيي توکو کاروبار لپاره یې کاروي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320