ننګرهار کې د کلچو جوړولو ۸۰ کارخونې فعاله دي

0 692

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې شاو خوا اتیا د کلچو فابریکي فعالې دي، چې کلچې يې پر ختیځو ولایتونو سربیره  پلازمېنې کابل او نورو سیمو ته لېږدول کېږي.

فابریکه وال وايې، هره فابریکه د ورځې له اویا نیولې تر اتیا منو پورې کلچې، کیک او مټایان توليدوي.

په فابریکه کې مزدور کاران وايې، خوښ دي چې د کار زمېنه ورته برابره ده او له دې لارې خپلو کورنیو ته یوه مړه ډوډۍ پېدا کوي.

عادل په یو کلچه پخوونکی دی هغه وايې، د میاشتې دولس زره افغانۍ معاش اخلي او د کورنۍ ښه ژوند يې پرې روان دی: ((دا ډېره ښه ده چې د کلچو فابریکې شته، موږ ډېر کسان په کې کار کوو او شکر دی د ورځې څلور سوه او د میاشتې دولس زر ه افغانۍ ګټو، که امن شي او سوله راشي نو دا کارونه به ورسره لا ښه شي او زموږ کار به هم ډېر زیات شي.))

دغه راز د يوې فابريکې مشر بخت بلند وايي: (( موږ شاو خوا ۲۵ زره امریکايې ډالر لګښت کړی، دلته مو کار روان کړی، شکر ښه دی هم په کې راسره خلک مصروف دي او هم زموږ لپاره یوه وسیله ده، خو ستونزې شته د ځمکو نه شتون او د بریښنا، که دا ستونزې حل شي نو لا به ډېر پرمختګ وکړو.))

د ننګرهار د سوداګرو اصنافو او هټۍ والو خونې مشر عزیزالرحمن عرب وايي، دغو شاوخوا ۸۰ فابريکو کې شاو خوا ۱۸۰۰کارکوونکي په کار بوخت دي. هغه وايې: ((موږ دا ستونزې له حکومت سره شریکې کړي او هیله شته چې په وخت سره به حل شي، د کلچو کاروبار جلال اباد ښار کې ډېر ښه دی او خلکو ته ښه د کار زمېنه برابره شوې ده، کلچې د ختیځو څلور ولایتونو سربیره نورو لایتونو ته هم صادروي.))

د ننګرهار د کاريګرو دغه قشر وايي، که سوله او امنیت تامین شي، نو لا به يې روګار ښه او په ډاډه زړه به پانګه وال په کور دننه پانګونه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply