د افغانستان د څارګرې ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، د سولې پروسې په نوم څه نشته، یوازې د امریکا او پاکستان تر منځ معامله روانه ده.

نبیل په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، د نورو په خوله سولې پروسې ته خوښي ښودل، د افغانانو په خیر نه دي.

د هغه په خبره، زه د سولې پروسه کې د امریکا په نیت شک لرم، ځکه د سولې پروسه کمپایني بڼه لري او پاکستان خپلې ګټې.

نبیل وویل، د پاکستان هدف دا دی چې بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان موجود جمهوري نظام او اساسي قانون سوال لاندې راولي.

هغه څرګنده کړه، چې پاکستان بین الافغاني مذاکراتو کې هممهاله زیات شمېر طالب جنګیالیو ته د جنګ د دوام تبلیغ او ذهنیت ورکوي.

نوموړی زیاتوي چې د قطر دفتر تصامیم نه عملي کېږي، ځکه د طالبانو تر منځ پراخ اختلافات شتون لري.

نبیل وویل، حقاني شبکه له بهرنیو ترهګرو سره پراخې اړیکې لري، صدر ابراهیم او ځینې نور طالب مشران له داعش سره یو ځای کېدونکي دي.

د ملي امنیت پخواني رییس وویل، طالبان د ایران په څېر نظام غواړي چې هر څه د دوی په لاس او کنټرول کې وي.

نبیل زیاته کړه، وروستۍ خپره شوې ویډيو د طالبانو لخوا د ده او د نظام خلاف دسیسه ده.