د یکشنبې په ورځ لمر تندر نیسي

0 1,441

د امریکا د هوایي چلند او فضا سازمان په وینا، د یکشنبې په ورځ به د سویلي اسیا ډېری هېوادونه د لمر تندر وویني. په افغانستان او په ځانګړي ډول کابل کې به خلک شل باندې ۹ بجې د لمر تندر نیول وویني او تر غرمې شاوخوا دولسو بجو به دوام وکړي.

د یکشنبې ورځې د لمر تندر نیول به ډېر واضح وي او د یو شمېر هېوادونو عادي خلک به هم وکولی شي دا لمر تندر نیونه پخپلو سترګو وویني.

د دې سازمان د معلوماتو پر اساس، دغه لمر تندر نیونه به د ګرینویچ پر وخت ۳:۵۰ په افریقا کې پیل شي او تر هغه وروسته به ختیځ لور ته راشي او د ایتوپیا، یمن، عمان، پاکستان، افغانستان او د هند او چین په ځینو برخو کې به ولیدل شي.

په دې ډله هېوادونو کې به د تایوان د چیایي ښار خلک وکولی شي دغه تندر نیونه په بشپړ ډول وویني.

په هره پېړۍ کې شاوخوا ۶۶ ځله لمر تندر نیسي، خو ډېر کم خلک توانېږي له ځمکې په واضح ډول د لمر تندر نیول وویني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply