ځينو سیاسیونو او د کرکټ بورډ پخوانیو چارواکو د کرکټ بربادۍ ته لاس یو کړی

حکمت حسن

0 988

ځينو سیاسیونو او د کرکټ بورډ پخوانیو چارواکو د کرکټ بربادۍ ته لاس یو کړی

په هیواد کې د روانو ټولو ناخوالو تر څنګ کرکټ یواځینۍ برخه ده چې افغانانو ته یې تل خوشالی ورکړې، په ملت جوړونې، ملي وحدت، سوله او ثبات کې د کرکټ رول تر بل هر شي‌ پیاوړی دی

نن سبا د افغانستان خلک له کرکټ سره خورا ډیره علاقه لري، یو وخت داسې و چې یواځې ډير کم خلک او هغوی چې پاکستان ته مهاجر شوي و په کرکټ پوهېدل، زما ښه یادیږي د ۲۰۱۰ کال د مخه به مو د افغانستان د لوبو ننداره په کریک انفو یواځې د سکور لیدل و.

دا هغه وخت و چې څو افغان لوبغاړو به په نشت امکاناتو د افغانستان ټیم د ودې او پرمختګ لپاره په نیو جرسي، ارجنټاین، پپو ګینو او نورو هیوادونو کې لوبې کولې.

 د هغه وخت کیسې چې واورئ نو تعجب به وکړئ. افغانستان کرکټ چې نن چېرته قرار لري دا دهغه نه سټړکېدونکو هلو ځلو برکت دی.

له دې هېڅوک سترګې نشي پټولی چې د کرکټ په برخه کې افغانان په لنډ وخت کې تر بل هر هیواد ډیرې لاسته راوړنې لري، چې ددغه لاسته راوړنو کرېډیټ لوبغاړو او هر هغه چاته ګرځي چې د کرکټ لپاره یې کار کړی او زیار یې ایستلی دی.

کرکټ بوړد د هرې بلې ادارې په څير په مختلفو وختونو کې مختلف مشکلات درلودل خو په ټوله کې دغه مشکلاتو د هیواد کرکټ په پرمختګ خاص منفي اغیز نه درلود، خو کله چې د هیواد کرکټ غیر متوقع پرمختګ وکړ، لوبې یې وګټلې، په نړیوالو فلټفارمونو راښکاره شول نو د افغانستان سیاسیونو علاقه هم ورسره ډیره شوه، هر چا غوښتل په کرکټ بوړد کې نفوذ ولري، له لوبغاړو او کرکټ ادارې مشرانو سره اړیکې وپالي او دې چارې په کرکټ بوړد کې سیاسې مداخلې ته لاره هواره کړه.

کله چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د مخه د کرکټ بوړد په مشری کې د سیاسي مصلحتونو پر بنا یو لړ تغییرات راغلل او هغو تغییراتو دېته زمینه مساعده کړه چې نوي مشرتابه یواځې له نړیوال کپ ځو میاشتې د مخه د ټیم په لوبډلمشری کې غیر منطقي تغییرات راولي نو زمونږ کرکټ ټیم او منجمنټ کې اختلافاتو زور واخست او پایله دا شوه چې په نړیوال کپ کې چېرته چې مونږ باید لږ تر لږه دوه یا دری لوبې کټلې وای یوه هم ونه ګټله. دا هر څه چې و تېر شول او هیوادوال یې سخت مایوسه کړل. دلته د سینیر لوبغاړو له اشتباهاتو انکار نشي کېدلای اما د مشکل د عمدې برخې مسولیت د هغه وخت د کرکټ بوړد چاراوکو ته ورګرځي. ځکه همدغه چارواکي ول چې غیر منطقي او د سلیقې پر اساس پرېکړو یې یو جوړ او متحد ټیم ونړاوه. له دغو ترخو تجربو یواځې د راتلونکې لپاره زده کړه کېدلای شي او بس.

افغان ولسمشر له نړیوال کپ وروسته کرکټ بوړد نوې مشرتابه ته وسپاره، نوی مشرتابه په مدبرانه ډول سره د لوبغاړو تر منځ ستونزه حل کړه، د ټیم رهبري‌ یې منسجمه کړه، کرکټ بوړد څخه یې د سیاسیونو لاسونه تر ډیره لنډ کړل، د لوبغاړو تر منځ یې ډلبازۍ ختمې کړې، د شکایتونو د رسېدو میکانېزم یې رامنځته کړ ترڅو په دې سره هغه استعدادونه چې د شخصي او سلیقوي برخوردونو په اساس ضایع کېدل مخنیوی وکړي، په سلیکشن کمیټه کې یې د پام وړ تغییرات راوستل او تر ډیره حده یې فساد ختم کړ.

 په کرکټ بوړد کې د لا سمون لپاره اړینه ده لاندې څو کارونه وشي:

۱– نوې مشرتابه ته باید لږ تر لږه دری کاله وخت ورکړل شي او د بیا ځل لپاره کرکټ بوړد د سیاسي‌ مصلحتونو قرباني‌ نه شي.

۲– کرکټ بوړد یو خپلواکه اداره ده چې آی سي سي ته باید راپور ورکړي، د ادارې د خپلواک حیثیت احترام باید وشي.

۳– سیاسیون باید د کرکټ په مدیریت او چارو کې له مداخلې لاس واخلي او اوسنی مشرتابه باید د سیاسیونو مداخلو ته مطلق نه ووایی.

۴– په داخلي کرکټ باندې باید توجه وشي، نوې استعدادونه د یو شفاف میکانېزم له مخې مختلفو ګټګوریو ته راوستل شي.

۵– په لوبغاړو او ټول کرکټ اداره کې د قانون تطبیق برابر عملي شي او هیځوک ترې مستثا نه وي.

۶– پلییر پاور باید ورو ورو خاتمه پیداکړي، او هغه لوبغاړي چې ډلې او ډلبازی کوي د قانون مطابق عمل ورسره وشي.

۶– به نړیوال کچه د افغانستان د کرکټ لپاره لابي وشي، د دوستو هیوادونو سره د مرستو او همکاریو دو جانبه او څو جانبه تفاهمنامې او د همکاریو سندونه امضا شي.

۷– د میریټ په اساس سلیکشن وشي او د سلیقوي برخوردونو ختم شي.

خو لیدل کېږي نن سبا یو ځل بیا ځېنې ځينې کسان د یو شمېر سیاسیونو په مرسته چې د کرکټ بورډ د پخوانیو چارواکیو مشورې هم ورسره دي، هڅه کوي د کرکټ بورډ په مشرتابه کې بدلون راولي چې دا د افغانستان کرکټ او د کرکټ راتلونکي ته ښه پیغام نه ی.

زما په شخصي نظر، که د کرکټ بوړد په اداره او رهبرۍ کې تغییر راځي دوه عمده تاوانونه به لري، لومړی دا چې پخواني امتحان شوي چارواکي چې په رسمي لوبو کې به یې ځان سره د کورنۍ لسګونه غړي د بورډ په بودیجه بهر ته د چکر لپاره بیول، یو ځل بیا کرکټ بوړد ته راشي او دوهم دا چې کرکټ بوړد اداره به یو ځل بیا د سیاسي معاملو لپاره وکاریږي چې په دواړو صورتونو کې یې تاوان یواځې د افغانستان کرکټ ویني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply