د تنفسي الو د قاچاق موضوع څېړلو لپاره کمېټه وګمارل شوه

0 757

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، پرون د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې له هېواد څخه بهر ته د قاچاق شویو تنفسي الو د ادعا څېړلو لپاره کمېټه وګمارل شوه.

په همدې حال کې ولسمشر غني ویلي، د افغانستان دولت د مطبوعاتو له لوري د هغو خپرو شویو راپورونو چې د شفافیت  د رامنځته کېدو او د فساد مخنیوي لامل کېږي، نه یوازې هرکلی کوي، بلکې په دې برخه کې د مطبوعاتو کلک ملاتړ هم کوي.

په دې غونډه کې له هیواد څخه بهر ته د ۳۲ تنفسي الو د قاچاق د شایعاتو په اړه د لا زیات وضاحت  او خلکو د شفاف راپور ورکولو په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست، د خاص بارزس ادارې، د بررسۍ عالي ادارې او لوی څارنوالۍ باصلاحیته استازو څخه جوړې کمېټې ته دنده وسپارله ترڅو دغه موضوع په بې طرفه، جدي او دقیق ډول د ټولیزو رسنیو کمیسیون سره په همکارۍ شواهدو او مدارکو ته په پام په جدي ډول وارزوي، خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي، ترڅو خلکو ته د موضوع د شفافیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړل شي.

دغه راز د غیر معیاري او قاچاقي روغتیایي محصولاتو او درملو د تولید مخنیوي طرحه هم اقتصادي عالي شورا غونډې ته وړاندې شوې ده او هغوی عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارلې، ترڅو د هند او برازیل په څېر د نړۍ د درملو له معتبرو او عمده تولید کوونکو سره خبرې وکړي، ترڅو په دوامداره او منظم ډول له هغو څخه باکیفیته درمل وپېرل شي او هیواد ته وارد شي او د زنځيري درملتونونو په فورمول په جدي ډول کار وشي ترڅو په هیواد کې درملتونونه په تدریجي ډول د معیاري کېدو او قانوني کېدو پر لور یوړل شي.

همداراز کرنې وزارت وایي، اوسمهال هیواد د چرګانو روزنې صنعت کې په تدریجي ډول د ځان بسیاینې پر لور روان دی او خصوصي سکتور توانېدلی په خپلې پانګونې سره د چرګانو روزنې صنعت د محصولاتو لپاره د هیوادوالو د اړتیاوو لویه برخه په ځانګړي ډول د چرګانو غوښه او د چرګانو هګۍ، پوره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply