مقررۍ او ناچارۍ

سيف بيژن

0 653

په وروستیو کې داسې یو حرکت شروع شوی چې یوه ډله وايي،  له خوست څخه ارګ ته د خوستیو کادرونو د مقررۍ لېست لیږل شوی؛ “خو اکثریت پکې وړ او سنجیده خلک نه دي” دویمه ډله بیا لګیا ده؛ په ټولنیزو رسنیو ګې د کدرونو د معرفۍ، وړتیاوو، او سنجیده ګۍ ناري ډنګوي یوه بله دریمه ډله بیا وايي چې حکومت زموږ لېسانس، ماسټر هغه او دغه نه مقرروي ناچاره دي بهرنیو اروپايي هېوادونو ته قاچاقي لاړ شي یا یې د تګ تابیاوې نیولي دي.

زه له پورته دریو واړو ډلو سره مخالف یم لومړۍ دا چې دا یوازې تشې اوازې دي چې ګواکې ارګ ته لېست لیږل شوی که لیږل شوی هم وي ایا ارګ کومه ماشین خانه ده چې هر بلا بتر یوازې د یوه لېست په توګه قبول کړي او که ارګ کوم د فرمایشاتو هوټل دی چې د هرچا فرمایش په سر سترګو ومني ولې مو بې ځایه وخت په دې افواهاتو ضایع کوی.

دویمه ډله،چې د ټولنیزو رسنیو ترکرښې محدود خپل کدرونو ښکته پورته کوي پدې کدرونو په واقعیت رشخند وهي کدر به داسې وي،چې ټوله ورځ فېسبوک ته ناست وي خلکو ته په مسنجرو کې د خپل ځان معرفۍ ورلیږي،چې ما داسې توره کړې اول باید موږ کدر ځانته تعریف کړو،وا یې پیژنو،چې کدر یوازې دې ته نه وایي،چې یوازې دې ته ناست وي،چې کوم څوک یې په ټولنیزو رسنیو کې توصیف کوي کنه بلکې کدر د خپل برم د رښتیني زبات کېدو په لټه کې وي د خپل مسلک وړتیاوو په ذریعه فرصتونه ایجادوي، سیستمونه جوړوي، د خلک د ژوند د هوساینې سوژې وړاندې کوي، د خلکو روحیات ژوندي کوي؛ ایا تاسې پخپلو کدرونو کې دا اوصاف وینی ((نه)) پس وا یې ساتئ ژمی را روان دی.

دریمه ډلې،چې کوم ساز پې نیولی مطلق بې منطقه او بې سوره ساز دی ځکه لېسانس ماسټر به داسې وي،چې یوازې دې ته یې اړولي وي،چې سمه دنده اعلان ته نه وي سپارل شوې (دی) سویانې، سوانح برابر وي او لیږل کوي پداسې حال کې،چې هغه سي، وي به هم کوم بل چا ورته ترتیب کړي وي.

لېسانس به داسې وي چې یوازې همدې ته ناست وي چې ما خو ټل وهلی په اصطلاح پوهنتون مې ویلی اوس نو دولت مکلف دی چې دنده راکړي کنه یا اروپا ته ځم یا ګېلې کوم، او یا ځان وژنم.  تو و خدای نو دا منطق شو.

اول، هر هغه چا،چې په رښتیني مانا یې درس ویلای وي پخپل مسلک کې یې ځان رسولای وي هېڅ وخت نه بې دندې کیږي.

دویم دا،چې وړتیا هېڅ وخت نه پټیږي خامخا ځان ښکاره کوي؛ دریم دا،چې ځوان، پوه، لېسانس او ماسټر ولې یوازې هرڅه تر دندې محدود کړي ایا بل هېڅ فرصت نشته؟ ایا هېڅ داسې مفکوره نشته،چې په اساس یې خپل ځان خو پریږده،چې یو لس نور هم درسره پې مقرر کړې!؟

خامخا شته خو ته باید په دې پوه شې چې اصلا ما کې ظرفیت نشته کنه داسې دربدر او بې بندوباره ژوند مې ولاهي درلودلای وای.

ځوانانو مه نهیلۍ کیږئ، مه دا خپل عزت تر پښو لاندې کوی، سالمې مبارزې ته کار وکړئ، منسجم شئ ترڅو،چې پخپلو مټو کار ونه کړو دِ د بنده بنده ګي پرینږدو پرمختګ څرک هم نه شو لیدلای پورته شئ، پخپلو وړتیاوو پانګونه وکړئ.

راتلونکی ته پخپلو مټو د ور وړاندې کېدو جرئت پیدا کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply