د پولیسو کرونا ناروغانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

0 619

پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ۲۰۰ بستریز ځانګړی روغتون د کورنیو چارو وزیر له لوري د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون ته څېرمه افتتاح او په فعالیت پيل وکړ.

کورنیو چارو وزارت وایي، دا روغتون د ۲۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول شوی او تجهیز شوی او د رغونې چارې یې په دوه میاشتو کې بشپړې شوې دي.

د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي د دې روغتون د پرانیستي پر مهال وویل، چې د ملي پولیسو د منسوبینو او کورنیو د درملنې لپاره د یاد روغتون رغونه اړینه اړتیا وه او ټينګار یې وکړ، چې د پولیسو هغه منسوبین او کورنۍ یې چې پر کرونا ناروغۍ اخته شوې وي، پدې روغتون کې به یې درملنه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار، هلمند او پکتیا ولایتونو کې به هم په نږدې ورځو کې پر کرونا ناروغۍ د اخته پولیسو منسوبینو لپاره په روغتیايي تجهیزاتو سمبال شوي پنځوس بستریز روغتونونه فعالیت پيل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply