له نړۍ څخه د نشه يي موادو پاکول د ټولې نړۍ ګډو همکاريو ته اړتيا لري

 ليکواله: د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانکې خبرياله غوټۍ

0 769

 د ۲۰۲۰م کال د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي له ۳۳مې نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ۱۹۸۷م کال په ډسمبر کې د م م د ۴۲مې دورې په عمومي اسامبلې کې د هر کال د جون ۲۶مه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي د نړيوالې ورځې په توګه وټاکل شوه. د نشه يي موادو مخه نيول د هر هېواد او ملت له امنيت او خونديتوب سره نژدې اړه لري. په ټوله نړۍ کې د زرين مثلث سيمې، د طلايي مياشتې سيمې، جنوبي امريکا او شمالي امريکا په شمول د نشه يي موادو د عمده سرچينو حالات لا هم پيچلي دي. افغانستان هم د نشه يي موادو له امله ډېر زيانمن شوی دی. د م م د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو مساحت ۲۶۳ زره هکتاره و او د اپيون توليدي اندازه پکې کابو ۶۴۰۰ ټنه وه. د نشه يي موادو مسئله نه يوازې د افغانستان ملي امنيت او خونديتوب ته، بلکې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته هم زيانونه رسوي. د دې ترڅنګ، دغې مسئلې د دې سيمې هېوادونو او حتی ټولې نړۍ ته ګواښ جوړ کړی دی.

چين هم د نشه يي موادو له امله ډېر زيانمن شوی هېواد دی. د چين د نشه يي موادو د مخنيوي کمېسيون دفتر په ۲۰۱۹م کال کې په چين کې د ۲۰۱۸م کال لپاره د نشه يي موادو د مخنيوي حالاتو راپور خپور کړچې له مخې يې، تر ۲۰۱۸م کال پورې په چين کې د نشه يي موادو کابو ۲۴۰۴۰۰۰ تنه استعمالونکو شتون درلود چې دغه شمېر د چين په عمومي نفوسو کې صفر اعشاريه اتلس فيصده نيسي. که څه هم د چين حکومت د نشه يي موادو د مخنيوي په برخه کې جدي تدبيرونه نيولي دي او نيسي يې، خو دغه مسئله لا هم چينايانو ته ګواښ لري، نود چين حکومت د دغې مسئلې د ليرې کولو لپاره ډېرې هڅې کوي. له ۲۰۱۵م کال راهيسې، په چين کې د نشه يي توکيو په برخه کې کابو ۶۳۸ زره جزايي قضيې حل شوي، د نشه يي موادو د جوړونکو او قاچاقبرو کابو ۳۲ زره ډلې او ۷۸۰ زره تنه مجرمين او د کابو ۴۰۰ ټنو په اندازه ډول ډول نشه يي مواد نيول شوي دي.

په عين وخت کې د چين حکومت د نشه يي موادو د مخنيوي په نړيوالو همکاريو کې فعاله برخه اخلي. چين د نشه يي موادو د مخنيوي په اړه د م م اړوند تړونونه لاسليک کړي، د م م د مخدره موادو د کمېټې او د م م د نشه يي توکيو او جرمونو د مسئلې د دفتر په شمول له زياتو نړيوالو سازمانونو سره يې همکارۍ کړي او له اړوندو هېوادونو سره يې همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. بر سېره پردې، چين د نشه يي موادو د مخنيوي په برخه کې له ګاونډيو هېوادونو سره هم مرستې کوي، څو سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي.

چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي. په تېرو څو کلونو کې دواړو هېوادونو د نشه يي موادو د مخنيوي لپاره ګډ کوښښونه کړي دي او کوي يې. چين او افغانستان په ۲۰۰۶م کال کې د نشه يي موادو د مخنيوي په هکله د حکومتونو ترمنځ همکاريز تړون لاسليک کړی او د استخابراتو د تبادلې او د قضيو د ګډې پلټنې له لارې يې ګڼې قضيې حل کړې دي. د ۲۰۱۹م کال تر نومبر پورې، چين د نشه يي موادو د مخنيوي په برخه کې د افغان کارکوونکو د روزنې لپاره ۱۰ ټولګي تر سره کړي او کابو ۲۰۰ افغان کارکوونکو ورڅخه ګټې اخيستې دي.

دغه راز، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۶مه نېټه د (پاريس بهير ) په چوکاټ کې د کارپوهانو کاري ګروپ ناسته چې د م م د نشه يي موادو او جرمونو مسئلې د دفتر او د شانګهای همکارۍ سازمان د دالارانشأ لخوا په ګډه تر سره شوه، په چين کې جوړه شوه. دغه ناسته له تېرو دوو مسلسلو کلونو راهيسې په چين کې تر سره کېږي. (پاريس بهير) د افغان نشه يي موادو او جرمونو په مقابل کې د څواړخيزو همکاريو ميکانيزم دی، چې ۵۸ هېوادونو او د شانګهای همکارۍ سازمان په شمول ۲۳ نړيوال سازمانونو پکې ګډون لري. (پاريس بهير) د افغان نشه يي موادو مسئلې د حلولو لپاره يوه مهمه صحنه ګرځېدلې ده.

د نشه يي موادو توليد او قاچاق نه يوازې د بشريت روغتيا او خونديتوب ته، بلکې د ټولې نړۍ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ، امنيت او سياسي ثبات ته هم زيانونه رسوي، نو بېلا بېل هېوادونه بايد ښې همکارۍ وکړي او بايد د تخنيک، تجربو او پيسو په برخو کې يو له بل سره مرستې وکړي. نړيواله ټولنه يوازې د بشريت د ګډ برخليک ټولنې تر مفکورې لاندې د همکاريو د ژورتيا او د تجربو د شریکولو له لارې دغه مسئله حل کولای او له نړۍ څخه نشه يي مواد پاکولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply