ولسمشر غني، لویو ښارونو کې د جرمونو د مخنیوي مسوولیت امرالله صالح ته وسپاره

0 523

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولسمشر غني ورته ویلي چې په لویو ښارونو کې د جنايي جرایمو او نورو بریدونو د مخنیوي لپاره له اړوند ارګانونو سره یو ځای په مشترک ډول په یوې طرحې کار وکړي او دې برخه کې يې مستقیم هدایت راکړی دی.

امرالله صالح پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکي، سر له سبا به د ولسمشر د امر له مخې په درېیو نویو برخو کې په پوره صلاحیت کار پیل کړې چې په وینا یې د دې دررېیو محورونو له عملي کولو سره به اوسنی وضعیت بدل او خلک به د امنیت د ټیګښت برخه کې د غوره پایلو مستحق وګرځول شي.

نوموړي ټينګار کړی دی چې د کار یوه برخه يې په ګمرکونو کې د مالي سیسټم د شفافیت لپاره جدي هلې ځلې دي.

هغه زیاته کړې ده چې د خپلو دې اهدافو تر لاسه کولو لپاره به د ملي امنیت شورا له دفتر، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له عمومي ریاست سره په ګډه کار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply