سرپل کې د طالبانو په لويه غونډه هوايي برید شوی

0 894

چارواکي وايي، سرپل کې بېګاه ناوخته د طالبانو يوه غونډه په نښه شوې او د سرې قطعې او ځايي قوماندان په ګډون يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بريد هغه مهال وشو چې طالبانو د ولسوالۍ په مرکز بريد او په سيمه کې د نورو امنيتي موضوعاتو په اړه د مشورو لپاره راټول شوي وو.
د ولايت مقام وياند ذبيح الله اماني رسنيو ته ويلي چې بريد دقيق د سوزما قلعه د کټه قلعه په سيمه کې شوی دی: «په دې بريد کې د ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان، د سرې قطعې غړي او له لسو زيات وسله وال وژل شوي دي، خو د تلفاتو په اړه دقيق ارقام به وروسته واضح شي.»
پر طالبانو د افغان ځواکونو او بهرنيو ملاتړو له لوري بريدونه داسې مهال زيات شوي چې دې ډلې په دې وروستيو کې پر افغان ځواکونو بريدونه زيات کړي او حکومت وايي، د طالبانو د بريدونو زياتېدل سولې ته د ژمنتيا روحيې خلاف عمل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply