پاکستان طالبانو لپاره سیاست کې امپایري کوي

 سید عبدالله پاچا

0 531

وروسته له هغې چې پاکستان د افغانستان لپاره صادق خان د لومړي وزیر ځانګړي استازي په صفت وګماره ، لومړی سفر یې قطر هېواد ته وکړه او هلته یې د طالبانو د سیاسي ډلې له مشر ملا برادر سره وکتل.

په دې لیدنه کې په ښکاره د سولې پروسه باندې خبرې شوې وې، خو د پردې تر شاه موضوع د پاکستان غوښتنه وه چې له طالبانو یې درلودله.

پاکستان له طالبانو غوښتي چې عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، د ملي امنیت له زندان څخه په تبادله کې راخوشې او پاکستان ته وسپارل شي.

دا چې اوس د سولې فرصت برابر دی او د طالبانو ځینې زندانیان خوشې کیږي، پاکستان هڅه کوي له دې فرصت په ګټنې اسلم فاروقي خوشې او دوی یې یو ځل بیا د یوې بلې پروژې لپاره وروزي.

اسلم فاروق له شاوخوا ۱۷ نورو ملګرو سره د ملي امنیت ځانګړو عملیاتو کې ونیول شو او په افغانستان کې یې د ترهګرۍ له زیاتو رازونو پرده پورته کړې او د ترهګرۍ تر شا پټ لاسونه یې بربنډ کړي دي.

دا چې اسلم فاروقي د ای ایس ای له لوري روزل شوی و، لومړی یې وزیرستان کې د پاکستان ریاست پالیسې تطبیق کولې او ترهګر یې استخدام کول او روزل، وروسته یې د داعش لیکو کې د نفوذ لپاره افغانستان ته راولیږه.

خو زموږ زړه ورو ځواکونو هغه له نږدې ټولو ملګرو سره ونیو او رسنیو ته یې ښکاره کړ.

اوس پاکستان غواړي د طالبانو په وساطت سره اسلم فاروقي د ملي امنیت له زندان خوشې کړي، قطر ته د پاکستان د ځانګړي استازي په سفر کې دا موضوع له طالبانو سره یاده شوې ده.

طالبانو سره په زندان کې د امریکآ سمندري ځواکونو مخکینی یو قومندان زنداني دی، د مارک فرش په نوم دا امریکايي اوس مهال افغانستان کې د امریکایانو لوژستیکي قراردادي و چې خوست کې د طالبانو له لوري تښتول شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم په یو ټويټ کې د مارک فرش د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده، خو دا چې طالبان به لکه د دوه نورو بهرنیانو خوشې کیدو کې یې چې انس حقاني او دوه نور مهم کسان خوشې کړل، داسې غواړي چې د مارک فرش په بدل کې اسلم فاروقي خوشې کړی.

که طالبان د اسلم فاروقي د خوشې کیدو غوښتنه وکړي، دا به په ښکاره د طالبانو او داعش ډلې اړیکې په ډاګه کړي او د طالبانو هغه ادعاوې به بې بیناده شي چې ویلي یې دي، دوی له داعش سره هیڅ اړیکه نه لري.

طالبان له پآکستان مجبوریتونه لري او دا له امکان لیرې خبره نه ده چې طالبان له دې ټولو موضوعاتو سره چې له داعش سره یې له اړیکو پرده پورته کیږي، د مارک فرش د خوشې کیدو په بدل کې د اسلم فاروقي د خوشې کیدو غوښتنه وکړي.

اسلم فاروقي د پاکستان لپاره ډير ارزښت لري، ځکه د دوی د ترهګرۍ د پروژې مهم غړی دی او ډير رازونه ورسره شته دی.

دغه راز پاکستان نه غواړي چې داسې یو مهم کس دې د ملي امنیت زندان کې وي چې د پاکستان د ترهګرۍ پروژه ورسره خرابیږي.

طالبان اوس په مشورو بوخت دي چې په کومه پلمه باندې مارک فرش خوشې کړي او په بدل کې یې پاکستان ته اسلم فاروقي وسپارل شي.

خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالبان په دې مجبور شوي چې اسلم فاروقي په هر قیمت د ملي امنیت له زندان راخوشې او پاکستان ته وسپارل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply