مونږ امارت نه جمهوریت غواړو

سید عبدالله پاچا

0 769

څه موده وړاندې او یا دې ورځو کې کله کله  داسې بحثونه راپورته کیږي چې امارت ښه و، که جمهوریت؟

 دا بحثونه د دې لپاره طالبان راپورته کوي چې غواړي راتلونکو خبرو کې خپل وزن وګوري چې څومره خلک یې غواړي او څومره ورسره مخالف دي.

خو یو څه چې روښانه دي ، هغه دا چې جمهوریت او امارت هیڅکله د پرتلې وړ نه دي، جمهوریت به دوام پیدا کوي او امارت د افغانان سربیره نړیوال هم نه مني.

تاسو به د اروپايي ټولنې تازه مرستو اعلان اوریدلی وي، چې ۴نیم میلیارده یورو مرسته یې اعلان کړه، خو دا مرسته د سولې له خبرو وروسته په دې شرط افغانستان ته ورکوي چې امارت به نه وي او جمهوریت به دوام پيدا کوي.

د امارت او جمهوریت لوی توپير

امارت کې د خلکو خولې تړلې وې، یوه کلمه خبره یې طالبانو پسې نه شوه کولی، خو جمهوریت کې خېلک خپل غږ پورته کوي.

امارت کې د بیان ازادي نه وه، رسنۍ نه وې، پر حکومت نیوکه نه وه، خلکو د خپلو حقونو لپاره لاریون نه شو کولی، خو جمهوریت کې دا هر څه شته او خلک په حکومت باندې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره فشار راوړلی شي.

امارت کې ښځو پسې کوتکونه راخیستل کیدل، وهلی کیدلې، بې عزته کیدلې، له زده کړو محرمې وې، هیڅ ډول ژوند یې نه درلوده، خو جمهوریت کې ښځو زیات پرمختګونه وکړل، د زده کړو زمینه، د کار، سوداګرۍ او دندو زمینه ورته برابره شوه.

جمهوریت کې د بشر حقونو سرغړوونکو ته سزا ورکول کیږي، د خلکو حقونو ته احترام کیږي، حکومت په حساب ورکولو مسوول دی، خو امارت کې هیڅ ډول د بشر حقونو احترام نشته او نه یې خلکو ته حساب ورکو.

امارت کې له خلکو سر غوڅیده، لاس غوڅیده، صحرايي محکمو کې ښځې سنګسار کیدلې، په ډزو ویشتل کیدلی، خو جمهوریت کې تورن کس نیول کیږي او د محکمې له پریکړې وروسته ورته سزا اورول کیږي.

امارت کې د خلکو وژل ثواب او جهاد بلل کیږي، خو جمهوریت کې د خلکو وژل جنایت او بشري سرغړونې دي.

امارت کې د خلکو زورول شرعیت بلل کیږي، خو جمهوریت کې د خلکو درناوی د حکومت مسوولیت بلل کیږي او ټوله هڅه دا وي چې خلک پر حکومت باور ولري .

تاسو د طالبانو امارت ته د رسیدو لپآره ولیدل چې جمهوریت روغتون باندې یې برید کې ۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوړوله، تاسو د زنبق څلور لارې برید ولید چې ۶۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، تاسو د شاه شهید برید ولید چې سلګونه کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې.

دا یواځې هغه بریدونه دي چې وروستیو کلونو کې شوي دي، طالبانو امارت ته د رسیدو لپاره داسې بریدونه کړي چې تر نن یې خلک درد ګوري، نو بیا ولې خلک امارت ورسره ومني.

د امارت بیا راتګ یو خوب او خیال دی، نه یې افغانان ورسره مني او نه نړیوال، د طالبانو د واکمنۍ کیسې او توره دوره اوس هم د خلکو په یاد ده، نو بیا هيڅکله نه غواړي چې تیر ته ور وګرځي.

جمهوریت کې د ټولو حقونه خوندي دي او افغانان به له جمهوریت پرته بل هیڅ نظام و نه مني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply