زما همزولې کیسې

نعمان دوست

0 804

هغه وخت ماشوم وم او اوس مې د سر په ویښتانو کې سپین لګیدلی. خو هغه ویرونکې کیسې چې مې د ماشومتوب په وخت کې پیښې شوي، اوس هم روانې دي.

زموږ له کلي تر جمعه بازاره نږدې دوه ساعته پیاده مزل دی. زموږ او بازار تر منځ د بریښنا ستره سرچینه، الینګار مست سیند بهیږي خو د اوږدو جګړو له شامته ټوله دره تیاره ده. د همدې سیند پر سر پر جوړ شوي پول به پورې وتلو. د کروندو منځ کې به روان وو، د کورونو له څنګه به تیر شوو او بیا به د بازار ځای ته ورسیدو. دلته به نو هرڅه پیدا کیدل او د لغمان د بیلابیلو سیمو خلک به مو لیدل. د غرونو خلکو به د پکولونو څنډو کې غرني ګلان کتار ټومبلي و. سترګې به یې ښې په اخلاص تورې کړې وې، د چا به منګولې هم په نکریزو سرې وې او مست مست به ګرځیدل. ټول بازار به پرې ښایسته ښکاریده. دلته به له حده زیاته ګڼه ګوڼه وه لکه ټول ژوند چې همدلته راټول شوی وي.
یوه ورځ د همدې بازار یوې پخوانۍ کیسې ته غوږ وم او له کیسې وروسته چې بیا بازار ته لاړم او دا نکل را په یاد شو، نو نږدې به مې منځ بازار کې له ویرې منډه کړې وه. ټول خلک راته جسدونه ښکاریدل…
راوي ویل:
بازار کې وم چې یو قوي غږ شو، دوړې پورته شوې او چیغې شوې. دا غږ د درنو وسلو د یوې لګیدلې ګولۍ و. بازار داسې ښکاریده لکه له کبانو ډک سیند چې څوک یو ناڅاپه وچ کړي. خلک هره خوا لکه ماهیان پورته پورته کیدل. چا خپلو راوتلو کولمو ته کتلې، چا خپلو پرې شویو او نادرکه هډونو پسې سترګې غړولې او چا بیا سترګې پټې کړې.
موږ د مړو او ټپیانو په راټولولو لګیا وو. یو غږ مې واورید. غږ د یوې ډبرې شاته و. یو شی خوځیده. چې ورغلم یو ځوان و. د ځوان نیمه کوپړۍ نه وه. د سر کاسه یې له وینو ډکه وه. ژوره ژوره ساه یې اخیسته. ور نږدې شوم. هغه څه ویل خو زه پرې نه پوهیدم. ښه مې ورته غوږ نږدې کړ. خبره به یې شروع کړه، لکه کوم مهم وصیت چې کوي. لکه خپلې مور ته چې وروستی پیغام پریږدي، لکه خپلو خویندو ته چې اخري خبره کوي او… خو له وینو ډکې خوله کې یې ژبې سم حرکت نشو کولای. پوره خبره یې نشوه کولای. بیا یې سر پورته کړ، بیا ښه ورنږدې شوم. خپل وروستی کوښښ یې وکړ، خو بخت یاري ونکړه. د مایوسۍ اوښکې یې سترګو کې ډکې شوې. یوه شیبه یې همداسې نیغ نیغ راکتل او نور یې سترګې پټې شوې.
نکلچي ویل؛ دا مې پر زړه یو داغ پاتې. کاش د دې ځوان په خبره پوه شوی وای او کاش د ده وروستۍ خبره مې ورته تر کوره رسولی وای.
نن؛ مې په تصویرونو کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د څارویو میله ځای ولیده. مشران، ماشومان او څاروي ګډوډ پراته دي. د چا سترګې پټې دي او څوک دردونه ګالي. ویل کیږي چې دلته هم زموږ د جمعه بازار په څیر د درنو وسلو ګولۍ لګیدلي. دلته به هم ډیر خلک بې وصیته رخصت شوي وي. دا هماغه هلمند دی چې پرون پکې د ملکي وګړو موټر ماین ټوټه ټوټه کړ او نن بیا د ملکي وګړو هډونه ټوټه ټوټه شول.
های!
دنیا د تغییر په حال کې ده؛ خو موږ د دې دنیا برخه نه یوو. موږ هماغه وحشتونه په مختلفو بڼو تجربه کوو چې لسیزې مخکې مو تجربه کړي.
دلته به جګړه پای و نه مومي. فقط بڼې به یې تغییریږي. یوازې پلمې به یې تغییر مومي او یوازې کرکټرونه به یې بدلون کوي.
خیر دی؛
که جګړه د ګټې لپاره کوئ؛ نو د ګټې نورې لارې هم شته. هغه ګټه دې اور پسې شي چې په سرونو ترلاسه کیږي.
خیر دی؛
که جګړه د ثواب لپاره کوئ، نو د ثواب ګټلو پریمانه نورې لارې هم شته. هغه ثواب دې اور پسې شي چې د خپلو خلکو په قتلونو ترلاسه کیږي.

ژوند خو الهي نعمت دی؛ تاسو په کوم حق دا الهي نعمت له خلکو اخلئ!؟

Image may contain: one or more people, people walking and outdoor

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply