“د لغمان ولايتي روغتون زېرمه له درملو ډکه خو ناروغان له بازاره درمل اخلي”

کامران احمدزی - کیهان محمدزی

0 945
Jun 29, 2020 

مهترلام (پژواک ۹ چنګاښ  ۹۹): د پژواک اژانس د موندنو له مخې په داسې حال کې چې د لغمان ولايتي روغتون زېرمه له درملو ډکه ده، خو بيا هم هره ورځ په سلګونو ناروغانو ته له بازاره د درملو اخیستو نسخې ورکول کېږي.

چارواکي هم مني چې ځينې ډاکټران دا چاره د خپلو شخصي ګټو په موخه کوي، خو وايي که څوک ونيول شي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

پژواک هغه لسګونه نسخې ترلاسه کړې دي چې له بازاره د درملو اخیستو لپاره ليکل شوې دي، خو همدغه درمل بيا د درملو په هغه لېست کې شامل دي چې د هېلټ نېټ موسسه یې د لغمان ولايتي روغتون ته ورکوي.

هیلت نیټ نړیواله روغتیایي اداره ده چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې روغتونونو او د عامې روغتیا له ریاستونو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي.

د لغمان ولایتي روغتون:

د خلکو تر شکايتونو وروسته د پژواک خبري ټيم د مهترلام ښار اړوند د لغمان ولايتي روغتون مخې ته لاړ، ډېر داسې کسان تر سترګو کېدل چې ورسره لاس کې د درملو اخیستو نسخې وې او د روغتون په مخ کې موجودو درملتونونو ته ورتلل.

په دې نسخو کې د پرسټامول په څېر عادي درمل هم ليکل شوي چې باید له بازاره واخیستل شي او تر ټولو جالبه لا دا چې د نسخو پر شا باندې درملتون هم مشخص شوی و. که ناروغ لرونکی بل درملتون ته لاړ شي درمل نه شي پيدا کولی.

نسخې زياتره له نېټې او د ناروغ له نوم پرته ليکل کېږي او د ډاکټر نوم پرې نه ليکل کېږي، خو نسخې يې په رسمي پاڼو کې دي.

که څه هم دا معلومول ستونزمن کار دی چې هره ورځ به څومره خلک له بازاره درمل اخلي، خو د لغمان ولايتي روغتون د مسوولينو او د درملتونونو د معلوماتو پر بنسټ، روغتون ته ورتلونکي لسګونه کسان درمل له بازار څخه اخلي.

د لغمان ولایتي روغتون سرپرست رييس ډاکټر محمد خلیل قريشي پژواک ته وویل چې روغتون ته د ورځې په اوسط ډول شاوخوا ۸۰۰ د OPD  ناروغان ورځي چې تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د پژواک خبريالانو وموندله چې له روغتونه په درملو پسې راوتونکي کسان څو مشخصو درملتونونو ته ورځي چې د ډاکټر له لوري ورښودل کېږي دا درملتونونه يو دولتي تصدي د روغتون په انګړ او دوه يې هم د روغتون پنځوس مترۍ کې موجود دي.

پلټنو وښوده چې لږ تر لږه د ورځې ۶۰ ناروغان د روغتون په داخل کې له تصدي درملتون او له څلوېښتو ډېر کسان له روغتون څخه بهر دوو درملتونونو څخه په بيه درمل اخلي.

د خلکو شکايتونه:

د لغمان د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله چې ناروغ يې د غاښ درد درلود او د درملنې لپاره یې روغتون ته راوستلی و، وايي نسخه ورته ليکل شوې چې له بازاره درمل واخلي، په داسې حال کې چې د روغتون خپل درملتون له درملو ډک دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل:” دلته اکثرو ناروغانو ته ویل کېږي چې درمل له بازار څخه واخلئ، په داسې حال کې چې په دولتي روغتونونو کې درمل وړیا ورکول کېږي.”

د محمد بشير په نوم يو بل شخص چې کوچنی زوی يې د درملنې په موخه راوستی پژواک ته هغه نسخه وښوده چې له بازاره ورته د درملو اخيستو په موخه ليکل شوې وه.

دی وايي: ” د روغتون خپل درملتون له دوا ډک دی خو موږ باندې يې له بازاره راوړي، درملتون يې راته مشخص کړ، اوس که يې له بل واخلم بيا وايي، دا دوا سمه نه ده بېرته مې لېږي. معلومه ده چې خپله برخه لري.”

د لغمان د مرکز اړوند د ګمین کلي اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وویل چې د روغتون په داخل کې يو ډول سوداګري روانه ده چې واسطه ولرې درمل له روغتون درکوي او که واسطه نه وي نو مجبور يې له بهر نه درمل راوړې.

دغه راز د وفي الله په نوم يو بل کس چې خپله مېرمن يې د درملنې لپاره روغتون ته راوستلې وه، وويل، د روغتون درملتون ته په کتار کې ولاړ و کله چې يې نمبر راورسېد نو ورته وويل شول چې دا درمل له بهر څخه ليکل شوي، اوس مجبور شوې چې له بهر درملتون څخه يې راوړي.

د لغمان ولايتي شورا هم تاييدوي چې ولايتي روغتون کې يو شمېر ډاکټران ناروغ لرونکو ته له بازاره د درملو اخیستو نسخې ليکي.

د شورا غړي محمد ظاهر حسين خېل پژواک ته وويل، له کله راهېسې چې د روغتون مسووليت هيلټ نيټ ادارې ته سپارل شوی د درملو برخه کې ستونزې ډېرې شوي او ډېرو خلکو دوی ته په دغه برخه کې شکايت کړی دی.

هغه زیاته کړه، ډاکټران ځکه نسخې ځانګړو درملتونونو ته لېږي چې دوی ته په کې برخه ورکول کېږي.

د لغمان مدني فعال حنيف الله پشه يي هم وايي، چې دوی دا ستونزه څو ځلې له چارواکو سره شريکه کړې، خو هيڅ پايله يې نه ده ورکړې.

د درملتونونو مسوولین:

د مهترلام ولایتي روغتون مخې ته په شا وخوا ۵۰ مترۍ کې دوه درمل پلورنځي شته دي چې د یوه مسوول صهیب حلیمي پژواک ته وویل چې دوی ته د ورځې په اوسط ډول شا وخوا ۳۰ نسخې له روغتون څخه راوړل کيږي.

هغه زیاته کړه، په ډیرو نسخو کې د میکروب ضد درمل لیکل شوي وي ځکه ناروغانو ته ډېر په کاريږي چې یاد درمل په روغتون کې اکثره وخت نه وي.

مهترلام ولایتي روغتون انګړ کې د تصدۍ ملی درمل پلورنځي مسول محمد وارث پژواک سره په خبرو کې وویل چې دوی د تصدی ملي جواز لري.

د نوموړي په وینا، دوی ته تر قرنطین وړاندې له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې د ناروغانو نسخې اجراکولې، خو اوس د ورځې په اوسط ډول تر ۶۰ پورې نسخې راځي.

له قانون څخه سرغړونه:

د افغانستان د اساسي قانون او د عامې روغتيا وزارت د لايحې له مخې، د ټولو جنګي او طبيعي ناروغانو درملنه بايد په وړيا ډول وشي.

د اساسي قانون ۵۲مې مادې دولت مکلف کړی چې د هېواد د ټولو وګړو لپاره د وړيا روغتيايي اسانتياوو او درملنې زمينه برابره کړي، دغه راز د عامې روغتيا وزارت د لايحې په ۲مه ماده کې هم دغه اداره مکلفه کړې چې د دولت له مالي امکاناتو څخه په استفادې د کتلوي ناروغيو او طبعي پېښو لومړنۍ او منځنۍ درملنه وکړي او خدمتونه ورته وړاندې کړي.

دغه راز د درملو د قانون د درېيم فصل په ۷مه ماده کې راغلي: ” د درملو سوداګريز نوم په افغان ملي فورمولير (درملو لېست) کې موجود نه دی.”

د روغتيايي چارو کارپوهان وايي، ډاکټران په دې خاطر ناروغانو ته په نسخه کې د درملو سوداګريز نوم ليکي چې هماغه درمل د دوی په لېست کې په يو نوم موجود وي او بازار کې په بل سوداګريز نوم خرڅېږي او په همدې ترتيب ځانته يوه لاره جوړوي.

د روغتيايي کارپوهانو په باور، ډاکټر بايد په نسخه کې د درملو سوداګريز نوم وليکي چې هر درملتون کې په اسانۍ ترلاسه شي.

د داخله ناروغيو يو متخصص ډاکټر شکیل یوسفزی وايي، هره درمل يو کورنی نوم لري او بيا هره کمپنۍ ورته خپل سوداګريز نوم ورکوي، چې د ميټوډين درمل زياتره د فلاجيل کمپنۍ په نوم شهرت لري، دغه راز پراستامول د کمپنۍ سوداګريز نوم دی او کورني نومونه يې کلپول او پيناډول دي.

د چارواکو غبرګون:

د لغمان د ولايتي روغتون رييس ډاکټر محمد خليل قريشي نه ردوي چې ګواکې يو شمېر ډاکټران دې ناروغ لرونکي نه مجبوروي چې بازار کې له مشخص درملتونو څخه درمل واخلي؛ خو وايي چې دا ډول څو ډاکټرانو ته يې اخطاريه ورکړې ده.

ډاکټر محمد خليل قريشي پژواک ته وويل، روغتون ۲۰۰ بستريز دی او سربېره پردې هره ورځ لږ تر لږه ۸۰۰ د OPD يا سراپا ناروغان هم ورځي خو د روغتون ټول کارکوونکي ۱۷۶ کسان دي.

هغه زیاته کړه، د بستر ناروغانو تر څنګ دوی غير بستر (OPD) ناروغانو ته هم درمل وړيا ورکوي او که بيا هم ځينې درمل له دوی سره په ډيپو کې موجود نه وي، نو دوی ورته د میاشتې ۷۵ زره افغانۍ بوديجه لري چې له بازاره يې واخلي.

د ډاکټر قريشي په وينا، ټول ډاکټران يې منع کړي چې بازار ته نسخې ونه لېږي، خو که بيا هم کوم ډاکټر سرغړونه کوي قانوني چلند به ورسره وشي: ” يو ډاکټر ته مې اخطاريه ورکړه او ورته مې وويل که بل ځل دې بيا په بازار نسخه ورکړه مسووليت به يې ستا خپل وي.”

په لغمان کې د هېلټ نېت ادارې مشر ډاکتر احسان الله شينواري هم پژواک ته وويل، دوی د روغتيا وزارت د سټنډرډ لېست مطابق ټول درمل روغتون ته هرو دوو اوونيو کې لېږي او داسې هېڅ درمل نشته چې د روغتون ډيپو کې موجود نه وي.

دی هم مني چې ځينې ډاکټران د خپلو شخصي ګټو په موخه دا چاره ترسره کوي، خو که دوی يې لاس په لاس ونيسي، نو د روغتيا وزارت تر مشورې وروسته به ورسره قرارداد له منځه يوسي او له روغتون څخه به وايستل شي.

په ورته وخت کې د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر صمد علي هم پژواک سره خبرو کې ومنله چې د مهترلام ولايتي روغتون يو شمېر ډاکټران چې درملتونونه ورته برخه ورکوي، ناروغانو ته له بازاره د درملو اخیستو نسخې ليکي.

د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزی هم وايي چې روغتون کې د درملنو ستونزه نشته، که له هر ډاکټر څخه دا ډول شکايت وشو قانوني چلند به ورسره وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply