د پاکستان دولتي هوایي شرکت شپږ میاشتې اروپا ته له پرواز منع شو

0 773

د پاکستان دولتي هوايي شرکت (PIA) د شپږو میاشتو لپاره نور اروپا ته سفر نه شي کولای.

په اروپا کې د هوايي چلن خوندیتوب ادارې (ایاسا) اروپايي هېوادونو ته د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي ای اي) د الوتنو جواز د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

دغې ادارې له هغو رپوټونو وروسته دا پرېکړه کړې چې ویل کېږي، پاکستان کې سلګونو پیلوټانو د الوتنې لپاره جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي.

په لیک کې دغه راز راغلي: ”ایاسا ته معلومه شوې چې د جون میاشتې پر ۲۴ نېټه د پاکستان هوايي چلن وزیر غلام سرور خان د خپل هېواد پارلمان ته ویلي چې په هېواد کې د ټولو ۸۶۰ پیلوټانو له ډلې نژدې ۲۶۰ کسانو ته د ټګۍ برګۍ له لارې د الوتنې لایسنسونه ورکړل شوي دي او د همدې معلوماتو له مخې ایاسا اداره د پاکستاني پیلوټانو د لایسنسونو په تړاو اندېښمنه ده. ”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply