جمعیت ډله کې ژور درز؛ صلاح الدین رباني د رهبرۍ له څوکۍ منفک شو

0 574

د جمعیت ګوند لسګونه لوړ پوړو غړیو، په یو تازه اقدام کې ددې ګوند رهبر صلاح الدین رباني له مشرۍ منفک کړی او څوکۍ يې بل کس ته سپارلې ده.

راپورونه وایي، چې عنایت الله شاداب د جمعیت ګوند موقتي مشر ټاکل شوی دی.

د دې راپور له مخې، په دې غونډه کې، چې د عطامحمد نور په کور کې د جمعیت ګوند د مهمو غړیو په شمول د دغه ګوند د مشرتابه شورا ۴۷ غړیو پکې ګډون کړی وو، د صلاح الدین رباني له برطرفۍ سره موافقه وشوه.

ظاهرآ ښکاري چې ددې پرېکړې تر شا د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور لاس دی، ځکه نور پر خپله فیسبوک پاڼه دننه جمعیت ګوند کې د ځینو مهمو پرېکړو یادونه کړې وه.

صلاح الدین رباني تر دې وړاندې ویلي وو، چې عطا محمد نور نور د جمعیت ګوند اجرایي رییس نه دی.

نور زیاته کړې چې لاندني کسان د وروستۍ پرېکړې ملاتړ کوي:

عطامحمدنور – امیر محمد اسماعیل خان

کلیم الله نقیبی – محمد یونس قانونی

استاد عنایت الله شاداب – عبدالستار مراد

حاجي حضرت علي – فضل الکریم ایماق

بسم الله محمدي – استاد شیرمقصود حیدري

جنرال بازمحمد ‌احمدي – بصیره سلطاني

قاضی‌غلام‌فاروق شیرزادی – سید اعلی هاشمي

عبدالشکور‌‌ واقف حکیمی – استاد اجرالدین اقبال

مولوي عبدالعزیز عزیزي – عبدالاحد سلطانزوی

حلیمه عسکري – انجنیر عجب گل

ډاکتر محی الدین مهدی – عبدالحفیظ منصور

معلم عبدالخالق مجاهد – مولوی‌شفیع الله نورستانی

استاد فضل الرحیم بصیرت – استاد عبدالمالک هموار

جنرال عبدالبصیر سالنگي – نور رحمن اخلاقي

جنرال عبدالخالق – علم خان آزادی

مولوی‌ اسدالله جمالی – قاری غلام محمد مصئون

حسام الدین تالقانی – سید احمد قتالی

عنایت الله نظری – سید ناصر یعقوبی

قاضی عبدالباری – قاری حیات الله

حسین شاه رحمانی – داکتر شمس الحق آریانفر

حاجی محمد رحیم‌ ایوبی- کمال الدین حامد

استاد واصل نور مهمند – حاجی محمد انور باوري

جنرال ضیاالدین دلدار – عبدالواحد خراساني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply