په چرګانو چوک، د باچاخان چوک د نوم اړولو غبرګونونه راپارولي

0 792

د عمران خان د حکومت له لوري پېښور کې د (د باچاخان چوک) تاریخي نوم بدلولو د پښتنو فعالانو کلک غبرګونونه راپارولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، ملي عوامي پارټۍ او پښتنو فعالانو د دې تاریخي سیمې د نوم بدلولو هڅې د پاکستاني ریاست یو خطرناک ګېم بللی چې په دې ډول هڅه کوي په پاکستان کې د پښتنو تاریخ محوه کړي.

پښتون پاله سیاستمدار خان زمان کاکړ وایي، د چرګانو په چوک د باچا خان چوک نوم بدلول د پاکستاني ریاست له لوري د پښتنود تاریخ محوه کولو هڅه ده: «موږ ته د دغې لوحې لرې کول د پنځو دقیقو کار هم نه دی، مګر اصلي خبره دا ده چې موږ پوهېږو ریاست ته ولې د باچان خان نوم د زغملو نه دی.»

دوی خبرداری ورکړی چې پاکستان پوځ او حکومت دې له پښتنو سره روان تبعیض پای ته ورسوي او د سوله ییزې فضا ړنګول به ورته په ګرانه تمام شي.

په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د تاریخ د ملي ازادۍ تر ټولو ستر غورځنګ، د خدایي خدمتګارۍ بنسټ عبدالغفار خان کېښود او له همدې امله ورته خلکو د باچا خان افتخاري لقب ورکړی دی.

باچا خان په ۱۸۹۰ کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو نومي کلي کې د یوه خان، بهرام خان په کور کې وزېږېد او د۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر شلمه نېټه په پېښور کې وفات شو او له خپل وصیت سره سم په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply