دوستم ته د مارشالۍ ډالۍ

سرلوڅ مرادزی

0 886

لواطت په جایزه کې چې مارشال شي
خدای دې مل د هغه ملک په داسې حال شي
د ولس زړه که چوي له درده پروا نشته
پریکړه دا وه چې یو څو تنه خوشال شي
چې د خپل کلي او قام عزت برباد کړي
داسې کس به د هېواد څه عزتپال شي؟
د تعلیم او د تربيي تپوس یي مه کړه
پادوان د خرو اسونو چې جنرال شی
بل هنر او بل کمال ورته عبث وي
ټولوژنه، جنایت يی چې کمال شي
امتیاز د داسې شخص ملي تاوان دی
ګلم جم يی د اعمالو چې مثال شي
هغه ورځ مو پخپل ذهن کې انځور کړۍ
چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي
که د پېښو بد بهیر مخه ډب نه شي
ښای دې ځینې بدتر به مو احوال شي
زموږ ملک کې یو نادود بنسټ بنا شو
هومره غټ شي چې هرڅومره پردیپال شي
هغه څوک چې پردی ځری، پردیپال شي
په دې ملک کې یا جنرال او یا پاسوال شي
که مو هر څه د ځنګل قانون په نرخ شي
مدني حقوق د ټولو به پایمال شي
که فرصت د تجدد له لاسه ووځي
ارزوګانې امیدونه به زاوال شي
د هغې لارې په لټه، هڅه غورځو
څو ویجاړ وطن د نورو ملکو سیال شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply