ولسمشر غني په امنیتي غونډه کې د وینا پر مهال وویل، سوله به راځي خو د سولې په نوم د هغو ورانکارو هڅو مخه نیول شوې چې غوښتل یې د افغانستان ملي اردو او نظام وپاشي.

ولسمشر غني یو وار بیا وویل، هیچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان الوتکې او نظامي تجهیزات د کباړ په نوم په کاونډیو هېوادونو وپلوري.

دغه راز نوموړي وویل، په جمهوري نظام کې د طالبانو پر جذب کار روان دی او موقت او سرپرست حکومتونه ځای نه لري.

ولسمشر غني ګاونډيو هېوادونو ته د نظامي تجهیزاتو د کباړ دغه موضوع داسې مهال مطرح کوي، چې همدا نن په ټولنیزو رسنیو کې فعالان د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر مهال پر جلال اباد ښار د پاکستاني ملېشو او مجاهدینو د ګډ برید د ۳۱ کلونو پوره کېدو په مناسبت کمپاین پیل کړی او پر پاکستان د افغانستان د نظامي تجهیزاتو پلورونکي یې غندلي دي.