د افغانیو مقابل کې د پاکستانۍ کلدارو بې ارزښته کېدو پاکستانیان غوسه کړي

0 829

د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشرانو خواجه آصف او احسن اقبال د پاکستان پر اوسني حکومت انتقاد کړی چې د دوی د ناکاره اقتصادي پالیسیو او له ګاونډیو سره د ناسمو اقتصادي اړیکو له وجې کلداره د افغانیو پر وړاندې په بېساري ډول رالوېدلې ده….

د مسلم لیګ ـ ن ګوند یو جګپوړي غړي احسن اقبال پر عمران خان تور لګولی چې په اقتصاد هېڅ نه پوهېږي: “د نیپال معیشت له موږ نه مخکې دی، حتی دا چې اوس د افغانستان کرنسي هم له موږ نه مخکې (له روپۍ نه ګرانه) ده.”

دا وخت یوه پاکستانۍ روپۍ، د نیمې افغانۍ نه هم کم ارزښت لري او په کابل کې ۱۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ په شاوخوا ۴۶۰ افغانیو اړول کیږي.

که څه هم له تېرو لسو کلونو افغانۍ او روپۍ هېڅکله سره برابر شوي نه دي او افغانۍ لوړه پاتې شوې ده، خو د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو درېیو کلونو کې د افغانۍ په مقابله کې د پاکستانۍ روپیو قدر نور هم زیات کم شوی دی.

دا چې افغانستان په دې موده کې څنګه وکړای شول چې خپله د کرنسۍ بیه جګه وساتي، د اقتصادپوهانو په وینا یوه وجهه یې کیدای شي دا وي چې افغانستان د پاکستان غوندې غټې نړېوالې قرضې نه لري او بل دا چې ورسره زیاتې بهرنۍ مرستې هم کیږي.

هاخوا بیا پاکستانۍ روپۍ د تېر حکومت په پرتله په اوسني حکومت کې پرله پسې مخ په کښته لوېږي چې اوس یې ارزښت تر بل هر وخت کم شوی او تېره هفته د یوه امریکایي ډالر په بدل کې د یوې روپۍ بیه ۱۶۸٫۹۱ ته راولوېده.

د ډیوه راډیو د راپور پر اساس، د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د روپۍ د ارزښت کمېدو یو سبب د پاکستان پر مرکزي حکومت د بهرنیو قرضو د اداء کولو فشار او له ګاونډیو سره ناسمې اقتصادي اړیکې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply