جوزجان او فارياب کې د طالبانو او ازبک جنګياليو ګډ عمليات

0 577

د ازبک جهادي ملېشو ګروپ د دوو تصويرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې اوس له طالبانو سره يو ځای شوي او د افغانستان په مختلفو برخو کې يې غړي پيدا کړي او د افغان ځواکونو خلاف عملیات اجرا کوي.

که څه هم ازبک ملېشو د خپلو ګډو عملياتو د ځای او موقيعت په اړه څه نه دي ويلي، خو لانګ ور ژورنال ویبسایټ ليکلي چې د دوی د معلوماتو پر اساس دغه عمليات په جوزجان او فارياب ولايتونو کې ترسره شوي دي.

 دغه ویبسایټ ليکلي: «څو ورځې وړاندې د اوزبک جهادي ګروپ خاطيبه امام البخاري د افغانستان څانګې د دوو تصويرونو په خپرولو سره ادعا کړې چې يو شمېر افغان حکومت ملاتړې ملېشې چې پر طالبانو يې بريد کړی و نيولي دي. دوی دغه عمليات له طالبانو سره يو ځای ترسره کړي دي

دغې څانګې له ۲۰۱۶ کال خپل فعاليتونه پيل کړي او سږ يې د ويډيو ګانو په خپرلو سره وښودل چې د افغانستان په شمال کې روزنځايونه هم لري.

د اوزبک جهادي ډلې دغه تازه تصويرونه د افغانستان د حکومت هغه ادعا ثابتوي چې ويلي يې و، طالبان پخپلو ټولو جنګيالیو کنټرول نه لري او د سيمې استخباراتو له لوري دوی ته د ورکړل شوي پروګرام پر اساس، په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره مختلفې ډلې جوړې شوې دي او دوی يوازې د خپل نوم په بدلولو سره غواړي د سولې تر هوکړې وروسته هم بېرونۍ جنګي پروژې په افغانستان کې عملي کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply