له وینې تویدنې پرته د طالب ګوزاره نه کیږي

سید عبدالله پاچا

0 641

که طالبانو سره هر څومره هوکړه وشي، یا طالبان هر څومره ژمنې وکړي، پر دې ډله هیڅ باور نه شي کیدلی، ځکه د دې ډلې له وینې پرته هیڅ ګوزاره نه کیږي.

طالبان په دې باور دي چې افغانستان کې دې هغه څوک ژوند وکړي چې طالب وي، که طالب نه وي، بل هر څوک دې ووژل شي.

طالب لپاره دا کار اسانه نه دی چې د دوی مخالف ټول عام او خاص خلک ووژني، که نه یوه ورځ به یې هم ګوزاره نه وی کړی.

د طالب پروړاندې یو قومي ملت او قوي امنیتي او دفاعي ځواکونه ولاړ دي، له همدې کبله هر کله او هر ځای نه شي کولی چې عام خاص خلک ووژني او له مخې یې لیرې کړي.

تاسو ولیدل چې له هوکړې او ژمنو سره سره یې سمنګان ولایت کې د دوشنبې په ورځ د لسګونه کسانو وینې توی کړې.

طالبان د عام وژني لپاره له داسې وسلو کار اخلي چې شاوخوا سیمې د ویجاړۍ تر څنګ نږدې سیمو کې خلک د باردو او بوی په واسطه وژني.

طالبان په خپلو بمونو کې داسې کیمیاوي مواد کاروي چې څو کاله وروسته ځایي خلک په ناروغیو اخته کیږي او په تدریجي ډول مړه کیږي.

سمنګان ولایت کې طالبانو د سولې لپاره ټولې هغه ژمنې ماتې کړي چې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره یې له امریکا سره کړې وې.

په دې هوکړه کې طالبان مجبور شوي چې تاوتریخوالی به کموي او له افغان حکومت غوښتنه شوې چې د دې په بدل کې به زندانیان ورخوشې کوي او بین الافغاني خبرې به کیږي.

افغان حکومت خپل کار کړی او لا هم پروسه روانه ده، افغان حکومت ښه نیت او اراده د سولې لپاره ښودلې خو طالبانو برعکس جګړه شدیده کړې او تاوتریخوالی او وینه تویدنه یې زیاته کړې ده.

طالبانو دا نه منله چې ګنې تاوتریخوالی دې زیات شوی وي، طالبانو ټول تمرکز د ولسوالیو پر امنیتي پوستو کړی او نږدې هر ورځ د دې جګړې قرباني افغان ځواکونه او ملکي وګړي وي.

طالبانو د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه داسې وه چې ښارونو کې بریدونه نه کوي او کلیو او ولسوالیو کې یې کوي، خو دا دی تاسو ولیدل چې سمنګان ولایت کې یې داسې برید وکړ چې لسګونه ملکیان یې قرباني دي.

طالبانو به د دوحې تړون د ژمنتیا لپاره هره ورځ ویل چې دوی په ښارونو کې لوی بریدونه نه کوي، خو دا چې سمنګان کې یې برید وکړ، د دې لپاره به امریکا او ملګري هېوادونه یې څه دلیل ولري؟

طالب په هیڅ صورت سولې ته ژمن نه دی، ځکه دا ډله ټول امتیازات په جګړه اخلي او که جګړه نه وي، طالب څوک په دوه افغانۍ هم نه اخلي.

طالب کې نه ظرفیت شته او نه مدیریت شته، چې یا دا وطن وساتي او یا یو ځآی کنټرول کړی، طالب یواځې دا دی چې ټوپک کې مرمۍ ولري او هر ځای یې چې څوک له پامه بد راشي، له مخې یې لیرې کړي.

دا د طالب ظرفیت دی، دا د طالب هنر دی چې ډيره وینه توی کړي او جګړې ته دوام ورکړي.

طالب باید هر څومره چې کیږي، تر فشار لاندې ونیول شي، هر څومره چې کیږي، باور پرې و نه شي، ځکه دا ډله کرایي قاتلین دي او کرايي قاتل ته چې هر چا ډيرې پسې ورکړې، له منځه یې وړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply