حکومت ۹۰ سلنه خلکو ته د خوراکي توکو بستې وېشي

0 692

افغان حکومت نن د ملي دسترخوان پروګرام رسماً پرانېست او په دوو مرحلو کې به د دې پروګرام له لارې د هېواد ۹۰ سلنه خلکو ته د خوراکي توکو بستې ووېشل شي.

د دې پروګرام په پرانستغونډه کې ولسمشر غني وویل، چې دا د دولت او ملت ترمنځ د ټولنیز قرارداد پر اساس کېږي او دغه خوراکي توکي د حکومت له لوري په سپمول شویو پیسو ترسره کېږي.

ولسمشر غني وویل: «دغه پروګرام په دوو مرحلو کې ترسره کېږي او پیل یې له ولسوالیو او کلیو څخه کېږي.»

ولسمشر غني زیاته کړه، په دې پروګرام کې به په جدي ډول د فساد مخه نیول کېږي او که هر چا د فساد هڅه وکړه جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

دغه راز د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې پروګرام کې وینا وکړه او وې ویل، حکومت به په دوو مرحلو کې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې د هېواد ۹۰ سلنه کورنیو ته د مرستو بستې ووېشي. په دغو بستو کې به اوړه، غوړي، چای، بوره، صابون او نور اړتیا وړ توکي وي.

د امرالله صالح په وینا، دغه پروګرام په لومړي پړاوو کې په ۱۲۳ ولسوالیو کې پیلېږي او ۱٫۶۷ میلیون کسان به ترې برخمن شي چې شاوخوا ۱۶ لکه کورنۍ کېږي: «په لومړۍ مرحله ۸۶ میلیون افغانۍ مصرف راځي او په دویمې مرحلې ۱۲۸ میلون افغانۍ مصرف راځي.»

دغه پروګرام داسې مهال پیلېږي چې تر دې وړاندې د حکومت له لوري د وچې ډوډۍ په وېش کې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شول، خو په دې پروګرام کې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې دولت به یوازې نظارت کوي او د وېش ټولې چارې د شوراګانو او خلکو له لوري پرمخ وړل کېږي او په جدي ډول به د هر ډول فساد مخه نیول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply