امریکا ومنله چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی

عبدالمنان توحیدیار

0 678

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په یو ټویټ کې لیکلي چې د سولې مذاکراتو پروسه د بندیانو پروسې د ځنډ او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له  کبله ټکنۍ ده.

خلیلزاد خوښي ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې تراوسه هیڅ بهرنی سرتیری نه دی وژل شوی، خو په د تاوتریخوالي په زیاتیدو یې اندیښنه ښودلې ده.

طالبانو له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، خو اوس ټول ګوري چې تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی دي.

هغه برید چې په سمنګانو کې یې له پنځوس زیات ملکي وګړي شهیدان او ټپيآن کړل، مسوولیت یې طالبانو منلی دی.

طالبان خپل پوره کوشش کوي چې لوی بریدونه وکړي، ځکه  دا ډله هیڅ ډول سولې ته ژمن نه ده او وروستی هڅه کوي چې لوی بریدونه وکړي خو افغان امنیتي اودفاعي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

طالبان ډير کله پر افغانانو احسان کوي چې ګنې طالبان ورباندې بریدونه نه کوي او له وژلو یې ورته لاس اخیستی، خو داسې نه ده، طالبان د وینو تږي دي او هر ځای یې چې لاس بر شي، هملته برید کوي او وینه تویوي.

تراوسه امریکايي چارواکو له طالبانو مننه کوله او رضایت یې ښوده چې طالبانو تاوتریخوالی کم کړی دي.

د امریکا لپاره ځکه تاوتریخوالی افغانستان کې کم شوی چې طالبان پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي.

نور خو طالبانو خپل بریدونه او جګړه څو چنده زیاته کړې ده.

تاسو به د بشر حقونو کمېسیون وروستی راپور لوستی وي چې د طالبانو د جګړې له کبله شاوخوا ۳۰۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د بشر حقونو کمېسیون راپور ښيي چې په تیرو شپږ میاشتو کې ۱۲۱۳ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، شهیدان شوي او ۱۷۴۴ نور ټپيآن شوي دي.

ایا دا تاوتریخوالی نه دی چې په شپږ میاشتو کې په دومره کچه ملکي وګړي شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.

د دې مرګ ژوبلې لویه برخه د طالبانو د هغو ماین چاودنو له کبله ده چې د طالبانو د فعالیت سیمو کې یې چاودنې کړي دي.

طالبانو ډير کله د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې دا بریدونه طالبانو د وضعیت د خرابولو او سولې خبرو سبوتاژ کولو لپاره کړي دي.

اوس د دې وخت دی چې امریکا له طالبانو سره په شوې هوکړه بیا مرور وکړي، ځکه د تاوتریخوالي کمیدل په دې مانا نه دي چې هیڅ بهرنی سرتيری دې و نه وژل شوی، تاوتریخوالي کمیدل د افغانانو د ژوند خوندیتوب دی.

طالب هیڅکله جګړه درول نه غواړي، دا خو یې لا ۴زره زندانیان خوشئ شوي، که یې ټول هم خوشې شي، دا ډله له جګړې نه راګرځي او باید هیڅ باور پرې و نه شي او سخت وځپل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply