پټه خزانه چا، چیري او څنگه پیدا کړه؟

علامه عبدالحی حبیبی

0 1,348

علامه عبدالعلي اخندزاده خالوزی کاکړ ما له ١٣٣٨ ﮬ ق را هیسته پیژندی، زه به د لسو کالو وم چی د کندهار یوه سندر غاړی باغی اخندزاده به د عبدالعلی بدلی د ارغنداو په گڼو باغو کښی ویلې او د ده ږغ نه مځکه او آسمان ریږداوه.

ښه می په یاد دی: یوه شپه ئې بدله ویله چی مطلع ئې دا وه:

              مـخ گرزوی پـه بـیرتـه سـتـمگر ولی له ما؟

              جهان په لمر روښانه، پټوی لمر ولی له ما؟

دا خبره د عبدالعلي اخندزاده د پښین د لوی عالم او فکور شاعر ده. د دغه شاعر یوې بلي بدلي ما ته په ځوانۍ کښی د فلسفي تفکر اندیښنه را بخښلې وه چی ویلي ئې وه:

              سـحـر راتـلـم په گلشن کي، ژړل را باندي مرغانو

              گلانــو تـویول پـه ورو سـراسـر د زړه غـم پـر مـا

              کـوې عـبـدالـعـلـي هـر دم گلـه پـر څه لـه خـوبانو؟

              رقـم ظـلـم و سـتـم کـش کـئ پـخوا لوح و قلم پر ما

د ١٣١٤ ش کال په ژمی چه زه هند ته تلم د کوټی په بازار کښی می دغه اخندزاده د طبابت پر دکان ناست ولید دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدیر وم، او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کیدئ.

ده چي زه وپیژندلم په ډیره مینه ئې پر تندي مچ کړم او ما د ده سره لومړۍ پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه.

څلور کاله وروسته چی ما د طلوع افغان په پاڼو کښي د پښتو ادب ځینی ورکی او ناپیژندلي برخي سره څیړلې او را بر سیره کولې، له کوټي څخه د علامه عبدالعلي یو پیغام را ورسید چی ده د پښتو یو قدیمه تذکره موندلې ده، او که د هغې د چاپولو امکان د کندهار په مطبعه کښي وي، نو به ئې دی را وسستوي. دا پیغام ما ته چی د قدیم پښتو ادب یوې پاڼی یا یوه بیت ته هم تږي وم، د زوي زیری ؤ، او ما ورته وویل چی زه پخپله کوټی ته درځم او هغه گورم.

آ ښه. د خدای کارونه وو، چي زه ژر وره نغلم، او په ١٣١٩ ش کال له کندهار کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولني مشر سوم، او په رسمی کارو داسي اړ سوم چی د ١٣٢٠ش کال تر ژمي پوري د سر گرولو ته هم نه وم خلاص.

څو چي د ١٣٢٢ ش کال په پسرلي کښی زه کوټی ته ولاړم، او له خپل زاړه آشنا او خواخوږي مشر عبدالعلي اخندزاده سره می ولیدل، او ده هغه معهود کتاب ما ته را ښکاره کئ.

زما چي سترگي بر ولگیدې یوه ”پټه خزانه“ وه چي دمخه نه ما نه بل چا هغه لیدلې وه ما ارواښاد اخندزاده ته وویل چی د خو په رښتیا هم پټه خزانه ده که ئې ما ته را کې، زه به ئې چاپ کم او جهان ته به ښکاره سي.

پر اخندزاده دي خدای ورحمیږي زما په خبره بیخي خوښ سو، تندي ئې ورین سو شونډان ئې موسکي سول وې ویل:

”ما خو تا ته ساتلې وه، وائې خله، او چاپ ئې که! خو گران کتاب دی حواشی او توضیحات غواړی، باید داسي چاپ سي چي هر څوک په وپوهیدلای شي.“

تر دې وروسته دا ”پټه خزانه“ را برسیره سوه، او ما څو واره چاپ کړه، چی د پښتو ادب تاریخ ئې تر زرو کالو دمخي زمانې ورساوه، او هغه خطي نسخه اوس د کابل د خطي نسخو په کتابخانه کښي خوندي ده.

مگر اخندزاده د خپلو خاصو مصالحو لپاره زما څخه دا خواهش هم وکئ چی په چاپ کی به ئې زما نوم نه اخلې نو ځکه تر هغو چي هغه مرحوم ژوندي ؤ، ما د ده نوم نه اخیستئ، او دا راز د ده یو امانت ؤ.

کله چي د ده تر وفات وروسته زما څخه چا پوښتنه کړې ده نو ما دغه حقیقت نه دی پټ کړي، او د ارواښاد عبدالعلي اخندزاده په یاد اوس هم دا څو کرښی کاږم، او دا منم چی که هغه مرحوم دغه کتاب په کوټه او پښین کښی نه وای پیدا کړی، نو به اوس د پښتو ژبي او ادب د دغی تاریخي خزانې څخه لاس توري وای.

زه نه پوهیږم چه د مرحوم علامه د خپل نوم د نه ښکاره کولو علت څه ؤ؟ مگر چي دی ژوندی ؤ، زه د ده د غوښت په پوراینه اخلاقاً مکلف وم. اوس دي تر دنیا تیر دی زه د ده حق منم او اروا ئې ښاد غواړم.[1]

 


[1]تاریخي پلټني، د مقالو مجموعه، ١٤ مخونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply