د طالبانو حد کله جاري کیږي؟

سید عبدالله پاچا

0 635

دا په طالبانو کې مشهوره ده چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډله یې تر ټولو خطرناکه یا له فحشاوو ډکه ډله ده، دا ډله په ښکاره خلک له بدو کارونو راګرځوي او یا یې وهي، ټکوي، خو خپله هغه اعمال کوي چې هیڅ دین کې جواز نه لري.

د طالبانو په واکمنۍ کې به دې ډلې له خلکو د سندرو کیسټې ټولولې، خلک به یې وهل او جریمه کول، خو همدا کیسټې به یې بیا خپلو موټرو کې اوریدلې او یا به یې ځانګړو پروګرامونو کې ورته ګډاګانې کولې.

تازه فاریاب ولایت کې د طالبانو یو قاضي یوې میرمن باندې جنسي تیری کړی او دا موضوع باندې د سیمې ټول خلک خبر شوي دي.

د مولوي صابر په نوم دا قاضي تر دې وړاندې هم په جنسیو تیریو باندې تورن و ، خو ښکاره ګواهي پرې چا نه ویله هاو نه هم په دې تړاو کوم ثبوت و.

اوس چې په یوې میرمنې یې جنسي تیری کړی او موضوع د سیمې خلکو ته رسیدلي او ان رسني پرې خبرې شوي، د فاریاب ولایت طالبانو نظامي کمیسیون پرې ځان غلی کړی دی.

مولوي صابر تر دې وړاندې هم له یوې میرمنې جنسي اړیکو غوښتنه کړې وه خو هغې انکار کړی و او بیا یې سنګسار کړې ده.

مولوي صابر چې فاریاب کې د طالبانو لوی قاضي دی، کله چې ناموسي قضيي ورشي، بیا له پيغلې او ښځې د جنسي اړیکې غوښتنه کوي، که یې غوښتنه ومني، خو برات ورکوي او که یې غوښتنه و نه مني، بیا پرې حد جاري کوي، یا یې سنګسار کوي او یا یې عام محضر کې په دورو وهي.

دا پېښې بیخي ډیرې تکرار شوي دي، فاریاب هغه ولایت دی چې طالبان یې ځینو سیمو کې فعالیت کوي او تر شا یې د ایراني ځواکونو لاس دی او د هغوی له امکاناتو ګټه پورته کوي.

فاریاب کې یواځې ایران طالبانو ته امکانات نه ورکوي، بلکې د پاکستان ځانګړې ډلې هم شته چې د ای ایس ای د ګټو لپاره کار کوي.

اوس چې مولوي صابر په جنسي اړیکو تورن شوی او ښځه ګواهي ورکوي چې په زور یې پرې جنسي تیری کړی دی، ځینې طالبان غواړي چې دا موضوع غلي کړي، خو ځینې نور جدي دي چې باید مولوي صابر محاکمه شي.

طالبانو حد هغه مهال جاري کیږي چې د دوی غوښتنې و نه منل شي، کله چې د دوی غوښتنې ومنل شي، بیا هیڅوک حق نه لري چې په خلکو حد جاري کړي.

طالبان نه یواځې دا چې میرمنو ته یې سترګي نیولي او د جنسي اړیکو هڅه یې کوي، بلکې په خپلو لیکو کې کم عمره هلکان ساتي او د شپې او ورځې ورسره لواطت کوي.

دا په طالبانو کې عامه ده چې هر قومندان یې یو ښکلی هلک لري او په زور یې له ځان سره ساتلی وي چې د طالب قومندانانو جنسي غریضه پوره کړي.

د مولوي صابر په اړه ویل کیږي چې ډیرو قضیو کې یې حد جاري کړی او اوس مالومه شوه چې هغه په اخلاقي فساد ککړ دی او ټولې پریکړې یې د خپلو خواهشاتو لپاره کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply