د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړو د وژلو فرمان صادر شو

0 681

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي محسن داوړ پخپل ټويټر د الفرقان وزيرستان څانګې په نوم د يوې ترهګرې ډلې هغه اعلاميه خپره کړې چې په کې يې دغه ډله او په ځانګړي ډول نوموړی په پښتني خاوره کې د فحشا په خپرولو تورن کړی دی.
په دې اعلاميه کې نوموړی د همدې تورونو له امله واجب القتل بلل شوی او خپلو کسانو ته يې امر کړی دی چې نوموړي له منځه يوسي.
محسن داوړ دې ادعاوو ته په ځواب کې ليکلي دي : «موږ بار بار ويلي چې په پښتني سيمو کې ترهګر ګروپونه بيا د منظمېدو په حال کې دي، خو موږ ته ځواب نه دی راکړل شوی. په ورته مهال ترهګرو بېرته پښتني سيمو ته مخه کړې او دا ټول د حکومت په ملاتړ. زه به خپلو هڅو ته دوام ورکړم، ان که زما د سر په قېمت هم وي
څو ورځې وړاندې اعلان وشو چې ای ايس ای د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو لپاره د تنظيم فدايانو اسلام په نوم ډله جوړه کړه او هدف يې دا دی چې د دې غورځنګ په غړو ځانمرګي بريدونه وکړي او له منځه يې يوسي.
ای ايس د دغو ترهګرو ډلو له لسو زياتې څانګې فعالې کړي، ترڅو په هر قېمت چې کېږي د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ډب کړي. ای ايس ای دغه تجربه وړاندې د عوامي نشنل پارټۍ د غړو په له منځه وړو هم ازمويلې او تر ډېره بريالي شوي هم دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply