سرچینه: له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته تیاری نیول شوی

0 872

افغان حکومت او طالبان له اختر وروسته په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ غونډې ته تیاری نیسي.

د معلوماتو له مخې د طالبانو د پنځو زرو بندیانو په خوشې کولو سره د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې شته ټول خنډونه له منځه تللي دي او ژر به د مخامخ مذاکراتو د لومړۍ غونډې نېټه څرګنده شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او ولسمشر غني نن مازیګر پر همدې موضوع بحث کوي: «د خلیلزاد او ولسمشر غني د کتنې د بحث نننۍ موضوع دا ده چې په کومه نېټه بین الافغاني مذاکرات پیل شي او د تخنیکي موضوعاتو څرنګوالی روښانه شي.»

په ورته مهال د ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې د المان سفیر اکسل سایډلر سره کتلي او د دواړو د کتنې د بحث موضوع د مخامخ خبرو د پیل په اړه وه.

اټکل دا دی چې تر دوحې وروسته د مخامخ مذاکراتو دویمه غونډه په بُن کې وشي او المان له وړاندې په تیاري بوخت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply