حکمتیار د کشمیر په مسئله کې د پاکستان ننګه وکړه

0 665

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کشمیر په تړاوو په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې ویډیویي غونډه کې برخه اخیستې او د پاکستان ملاتړ یې کړی دی.

کابل کې د پاکستان سفارت د حکمتیار له قوله خپاره کړي دي، چې نوموړي د کشمیر په تړاوو د هند وروستیو اقداماتو ته کلک غبرګون ښودلی او د پاکستان کلک ملاتړ یې کړی دی.

د نوموړي له قوله لیکل شوي دي: «هند باید د افغانستان له جهاد درس واخلي او په دې دې پوه شي چې نظامي اقدامات د حللار نه ده. د کشمیر د موضوع یوازينۍ حللار د کشمیر ازاد پريښودل دي.»

پاکستان هم د کشمیر په تړاوو دقیق همدا نظر لري او څو ورځې وړاندې یې پخپله سیاسي نقشه کې کشمیر هم د خپل هېواد برخه ګرځولې ده.

پاکستان د سپټمبر ۵ د تورې ورځې په توګه نمانځي او یو کال وړاندې په همدې ورځ هند کشمیر خپله خاوره وبلله او دغه سیمه یې د خپل هېواد په نقشه کې زیاته کړه.

ګلبدین حکمتیار داسې مهال د کشمیر په مسئله کې د پاکستان ملاتړ کوي، چې بار، بار پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د راکټي بریدونو په تړاوو چوپه خوله دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply