له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو د بشري قوې کمیدل

نوید احمد څرک

0 495

له کومې ورځې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحه کې هوکړه وشوه، له هغې ورځې وروسته یو شمېر طالبانو وسله ایښې او له جګړې لاس په سر شوي دي.

دغه راز په دې موده کې طالبان نه دي توانیدلي چې نوي کسان یا نوي ځوانان د جګړې لپاره جذب کړي.

دا څو دلیلونه لري چې د طالبانو د جګړې بشري قوه کمه شوې ده.

یو لامل دا دی چې پخوا طالبانو ځوانان په دې تیر ویستل چې د اشغال پروړاندې جګړه کوي او جګړه یې جهاد دی.

طالبانو له شرعي لحاظه جګړې ته بیلابیل دلایل پيدا کول او په دې اساس به یې ځوانان جذب کول او له جګړې به یې قرباني کول.

طالبانو دغه راز ځوانانو ته کاذب تبلیغات کول چې افغانستان باندې بهرنیانو برید کړی او باید خلک یې دفاع وکړي.

خو اوس چې د اشغال او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې پلمه ختمه شوې، طالبان هیڅ دلیل نه لري چې خپلو وسله والو ته یې د جګړې د دوام لپاره ووايي.

دا چې طالبان کوم دلیل نه لري چې خپلو وسله والو ته یې د جګړې د دوام لپاره وړاندې کړي، زیات شمېر وسله وال په کورونو ناست شوي او ځینې نور زړه نه ښه کوي چې تازه له دې تحریک سره یو ځای شي.

د طالبانو هغه وسله وال چې پوهیږي، اوس ورته د جګړې هیڅ پلمه نه ده پاتې له طالبانو لار جلا کړې او نه غواړي چې خپل افغانان په یوه او بله پلمه باندې د جګړې قرباني کړي.

نو دا چې طالبان د جګړې د بشري قوي له کمښت سره مخ شوي، نو یې له پاکستان مستقیمه همکاري غوښتې ده.

د پاکستان د استخباراتو هغه مدرسې چې ملایان یې د استخباراتو تر اغیز لاندې دي او یا ترې مستقیم امکانات اخلي، د دیني مدرسو زده کوونکي په یوه او بله پلمه جګړې ته هڅوي او افغانستان ته یې رالیږي.

یانې ویلی شو چې طالبان اوس د جګړې لپاره خلک له پاکستان څخه استخدام کوي او ډلې ډلې په ډيورنډ کرښه باندې سرحدي ولایتونو ته را اوړي.

یوه څه چې وروستیو کې ښکاره شول، هغه دا چې لسګونه جنازې له اختر وړاندې پاکستان ته تللي، د هغو کسانو جنازې چې افغانستان ته د جګړې لپاره راغلي و او جسدونه یې بیرته پاکستان ته انتقال شول.

پاکستان کې ځوانانو ته ویل کیږي چې افغان ځواکونه ډارن دي او چې برید پرې وکړې، تښتي او وسلې اوموټرې به یې دوی ته پاتې کیږي، خو کله چې دا ځوانان د افغان ځواکونو زړه ورتیا وګوري، یا وژل کیږي او یا بیرته په تیښته بریالي کیږي.

طالبان اوس په همدې کش مکش کې دي چې څنګه کیدلی شي په لیکو کې یې د کسانو کمبود را نه شي، خو یو څه چې شکاره دي هغه دا چې طالبانو ځینې خوشې شوي زندانیان مجبور کړی چې جګړه وکړي، ځکه د جګړې لپاره ورته د کسانو ضرورت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply