د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې نوی خنډ رامنځته شوی

0 1,085

د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په تعقیب حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ، خو امریکا د هغو له ډلې د ۶ تنو له خوشې کولو سره مخالفت کړی دی.

پر دغو شپږو تنو تور دی چې خوشې کول یې د امریکا ملي امنیت ته جدي ګواښ دی او درې تنه هغه هم په کې شامل دي چې اسټرالیایي سرتېري یې وژلي دي.

له نږدې د طالبانو څارونکی خبریال سمیع یوسفزی وایي، امریکا د دغو ۶ طالب بندیانو له خوشې کولو سره لا هم مخالفت لري: «امریکا طالبانو ته وایي له دغو ۶ کسانو څخه د یو څه وخت لپاره صرف نظر وکړئ او دغه نوی مشکل ممکن د خبرو پیل وځنډوي.»

تر دې وړاندې هم امریکا د یو شمېر طالب بندیانو خوشې کولو سره مخالفت کړی و او دلیل یې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې او د امریکا ملي امنیت ته ګواښ بلل شوی و.

پرون ولسمشر غني د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، افغان حکومت د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره ټول خنډونه له منځه وړي او نور هېڅ ډول بهانه او خنډ نه دی پاتې.

ټاکل شوې دغه مذاکرات د یکشنبې په ورځ په دوحه کې پیل شي او حکومت او طالبانو دواړو ورته تیاری ښودلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply