دوو میاشتوکې به د جبل السراج سمنټو فابریکې تولیدات څلور برابره شي

0 659

د ملي پراختیا شرکت وایي، دا مهال د جبل السراج فابریکې د ترمیم اوبیارغاونې چارې ۶۵ سلنه ترسره شوي او دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

د یاد شرکت د تولیداتو د همغږۍ او پراختیا رئیس وحیدالله رحمدل وایي، د یادې فابریکې د ترمیماتو د چارو په بشپړېدو سره به یې تولیدات څلور برابره زیات شي.

د یاودنې وړ ده چې تېر کال د یادې فابریکې چارې حکومت ملي پراختیا شرکت ته وسپارلې او دا مهال د دې شرکت د کیفیت او تولیداتو پر زیاتوالي جدي کار روان دی.

دغه فابریکه په ۱۳۳۷ کال کې جوړه شوې او هغه مهال به یې هره ورځ ۱۰۰ ټنه سمنټ تولیدول او بیا د کورنیو جګړو پر مهال خرابه شوه.

دا مهال یې بېرته د رغاونې چارې روانې دي او همدا اوس په کې شاوخوا ۲۰۰ تنه په کار بوخت دي او په اونۍ کې د ۲۱۹ ټنه سمنټو د تولید وړتیا لري او راتلونکو دوو میاشتو کې به یې د تولیداتو اوسنۍ کچه څلور برابره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply