د سعودي د مرستو له بندېدو سره د پاکستانۍ کلدارې ارزښت نور هم ټیټ شو

0 886

وروسته له هغه چې سعودي له پاکستان څخه خپل یو بیلیون ډالر مرسته بېرته وګرځوله، پاکستانۍ کلداره د ډالر په مقابل کې نوره هم وغورځېده.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، له ۲۰۱۹ کال څخه راپدېخوا پرلپسې د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلداره د غورځېدو په حال کې ده. اقتصادي فشارونه، نړیوال پورونه، کرونا او تازه ورپسې د سعودي عربستان د ۶٫۲ بیلیون ډالري مرستې پکېج بېرته ستنول د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې د غورځېدو عوامل ښودل کېږي.

په پاکستان کې د بهرنيو اسعارو د بدلوونکو ټولنې مشر ملک بوستان ډیوه راډیو ته ویلي، کله چې په نړیوال مارکېټ کې تېل ارزانه و، هغه مهال د سعودي د تېلو مرستې په تمه پاکستان تېل وانخیستل او اوس چې بېرته د تېلو په قېمتونو کې لوړوالی راغلی دی، سعودي هم خپل تېل بند کړل او په پاکستان کې هم ورته اړتیا زیاته شوه: « پر دې ټولو سربېره د سعودي د مرستو لغوه کېدو هم د ډالرو غوښتنې اړتیا زیاته کړې او د دې ټولو په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې قېمت راپرېوتی دی.»

دا مهال پرانېستو مارکېټونو کې یو ډالر په ۱۶۹ کلدارې تبادله کېږي او د سعودي د مرستو له بندېدو وروسته یې ارزښت د پخوا په پرتله ۶۰ پېسې نور هم کم شوی دی.

چین، خلیج او ایران سره د پاکستان د اړیکو ښه کېدو په غبرګون کې سعودي له پاکستان سره خپلې نغدي او د تېلو مرسته وځنډوله او ورکړي یو بیلیون ډالر یې هم بېرته ترې واخیستل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply