د سي ای اې غړی: سوله ډرامه ده، امریکا پنځوس کاله نور افغانستان کې پاتې کېږي

0 919

د امریکا د استخباراتي سازمان یا سي ای اې او د امریکا د پوځ یو پخوانی غړی وایي، د افغانستان جګړه به پنځوس کاله نور هم دوام کوي، ځکه دا د القاعده، طالبانو او داعش نه، بلکې په اصل کې د انرژۍ، تېلو او اوبو جګړه ده.

د نوموړي په وینا، د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره حد اقل تر راتلونکې نیمې پېړۍ پورې په افغانستان کې د امریکا حضور مهم او اړین دی او دغه حضور نه یوازې کمېږي، بلکې وده به مومي.

یوه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې خپرېږي، له یوې خبریالې سره په مرکه کې په کې نوموړی له دغو جزیاتو پرده پورته کوي. نوموړی په ټينګار وایي، یادې تروریستي ډلې یوازې یوه بهانه ده او دا جګړه به پنځوس کاله نور هم ځکه دوام کوي، چې د تېلو او د نړۍ د غښتلو هېوادونو لکه چین، روسیې، هند، ایران، پاکستان، سوریه، عراق او یو شمېر نورو هېوادونو له سرنوشت سره د امریکا د تړلو ګټو موضوع ده.

د نوموړي په وینا، د امریکا د دې هدف لپاره وسله والو تروریستي ډلو زمینه برابره کړې او د دغو ډلو جګړه، موجودیت او تمویل له یوې ډرامې زیات څه نه دي.

حد اقل تر راتلونکو پنځوسو کلونو پورې په افغانستان کې د امریکا د حضور دغه راز داسې مهال افشا کېږي، چې تازه طالبان وایي، له امریکا سره یې سیاسي هوکړه پر همدې بنسټ شوې چې هغوی به له افغانستان څخه وځي او د دوی جګړه د همدې هدف لپاره وه.

د همدې مرکې لېنک

https://twitter.com/AngelaGhayour/status/1292735859406536706/video/1

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply