د اګست څوارلسمه؛ ګڼو ولايتونو کې د پاکستان ضد پراخ لاريونونه شوي

0 1,132

د اګست څوارلسمه چې پاکستان يې د خپلې ازادۍ د ورځې په توګه نمانځي، د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د پاکستان ضد لاريونونه وشول او دا يې توره ورځ ياده کړه.

په هلمند، کندهار، پکتيا، ننګرهار، کونړ، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو کې لاریونوالو د پاکستان ضد شعارونه ورکړل او خبرداری يې ورکړ چې که په افغانستان کې له لاسوهنو تېر نشي پر وړاندې به يې ولسي قيام وکړو.

لاریونوالو همدا راز په ډيورنډ کرښه د پاکستان د غير قانوني اقداماتو غندنه وکړه او دغلته د اغزن سيم د غځولو مخالفت يې وکړ.

لاریونوالو په حکومت هم غږ وکړ چې پاکستان ته په ډيورنډ کرښه د غير قانوني اقداماتو اجازه ور نه کړي او دغه راز يې د ملګري ملتونو امنيت شورا تورنه کړه چې د حکومت له رسمي اعتراض سره سره يې تر اوسه اقدام نه دی کړی او خپله بې طرفي نه ساتي.

لاريون کوونکو پاکستان مصنوعي هېواد وباله او له پښتنو، بلوڅو او نورو قومونو سره يې د دغه هېواد غير انساني او بشر ضد اقدامات جنايتونه ياد کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply