له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولس مننه

عبدالمنان توحیدیار

0 488

کابل درې ورځې د سولې لوی مشورتي جرګې کوربه و چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې د امنیت مسوولیت درلود.

له کومې ورځې چې د جرګې د جوړیدو وړاندیز او لارښوونه شوې وه، له هغې ورځې امنیتي ځواکونه بې خوبه او ناارامه و.

شپه او ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونه د کابل او په ځانګړي ډول د لوی مشورتي جرګې شاوخوا سیمو امنیت باندې مصروف و.

بالاخره درې ورځې لویه مشورتي جرګې په داسې حال کې په خیر خیریت پای ته ورسوله چې کشفي او استخباراتي ارګانونو څو ځایه برید کوونکي او چاودیدونکي توکي ونیول او د بریدونو مخه یې ونیوله.

ځینې پلان شویو بریدونو په تړاو ځکه رسنیو ته څه و نه ویل شول چې د جرګې ګډونوال اندیښنه پيدا کړي، خو په دې ورځو کې امنیتي او دفاعي ځواکونه ډيره میړانه وکړه چې د لوی جرګې په سټیج ترې مننه وشوه.

مخکیني او اوسني ولسمشر، د جرګې رییس او په ټوله کې د جرګې غړو له افغان ځواکونو مننه وکړه چې دې څو ورځو کې یې زیاتې هلې ځلې وکړې او د جرګې لپاره امنیتي پلان یې بریالی کړ.

د جګرې او تاوتریخوالي په دوام او لسګونه دښمنانو په دسیسو کې دا امنیتي وضعیت کومه وړه خبره نه ده، له همدې کبله د جرګې غړي له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو خوښ و او ستاینه یې کوله.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او مننې لپاره لوی مشورتي جرګې اکثریت غړو له ولسمشر غوښتي چې د ازادۍ ورځې په مناسبت دې هغه سرتیري خوشې کړي چې په کوچنیو تورونو باندې مجرم پيژندل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د جرګې د دې مشورې هرکلی کړی او ژمنه یې وکړه چې له سرتیرو سره د خلکو دا مینه او ملاتړ به ځمکې ته نه غورځوي او سرتیري به خوشې کوي.

اوس د بل هر وخت په پرتله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو مینه او ملاتړ زیات شوی او لامل دا دی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړه چې دوی د دې خاورې او د خلکو د ناموس او عزت ساتونکي دي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پروړاندې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ناسم تبلیغات کړي و، دا کار د دې لپاره شوی و چې د دې ځواکونو پروړاندې د خلکو کرکه زیاته کړي چې پروړاندې یې خلک جګړې ته استخدام کړي.

د جرګې په پریکړه لیک کې په دې هم ټینګار شوی، که طالبان سوله کوي، نو افغان امنیتي او دفاعي بنسټونه به په خپل ځای پاتې وي او د دې بنسټونو منحل کیدلو باندې به بیخي حتی بحث هم نه کیږي.

په ټوله کې جرګه چې د بیلابیلو قشرونو او هرې سیمې خلکو یې غړیتوب درلود، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تړاو نظر داسې و چې دا ځواکونه باید وستایل شي او درناوی یې وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply