کانونو وزارت وایي، د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د طبیعي ګازو د 36 نمبر څاه د کیندنې کارونه په بریالیتوب سره بشپړ شول، او د استخراج لپاره چمتو شو.
دا د کانونو او پټرولیم وزارت تر مدیریت لاندې د ګازو د څاه دویمه کیندنه ده، چې نږدې 40 کاله وروسته په هېواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوه.
د دغه څاه ژوروالی1600 متره دی، چې د استخراج شوي ګاز څخه به یې د بیات پاور او غضنفر ګروپ د برېښنا د انرژۍ د تولیدي دستګاوو، د مزارشریف د کود او برېښنا د فابریکو او نورو مصرف کونکو اړتیاوې پوره شي.
لدې مخکې د روان کال په پیل کې، په همدې سیمه کې د طبیعي ګازو د استخراج د A32 نمبر څاه کارونه په بریالیتوب سره بشپړ شول او ګټه اخیستنې ته وړاندې شو.
ددې دوه څاګانو د طبیعي ګازو له استخراج سره به په څلورویشت ساعتونو کې د افغان ګاز تولیدي ظرفیت شاوخوا 300 زره متر مکعب ته لوړ شي، چې په پایله کې به یې پر پانګوالو د ګازو د خرڅلاو څخه د دولت په کلنیو عوایدو کې شاوخوا 8 میلیونه ډالر اضافه والۍ راشي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو دوه څاګانو د کیندنې د تخنیکي، فني او امنیتي برخو په پلي کولو کې شاوخوا 250 کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه مساعده شوې وه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320