فرانسې پر افغان حکومت غږ کړی دی، چې افغانستان کې د فرانسوي وګړیو وژونکي طالبان له زندانه خوشې نه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې طالبانو شمېر درې تنه دی، چې وروستیو کلونو کې يې افغانستان کې فرانسوي سرتېري وژلي دي.

فرانسې دا غوښتنه رسمآ د یوې اعلامیې په خپرورو سره له افغان حکومت کړې ده.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر هم ویلي وو، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو ځینې بهرني هېوادونه هم ملاحظه لري، چې ښايي یو هغه یې همدا فرانسه وي.

بلخوا بیا افغان حکومت تازه د هغوی ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پروسه شروع کړې، چې لویې جرګې ورته صلاحیت ورکړی وو.