اوربند وروسته، د طالبانو د جګړې د دوام نتیجه

سید عبدالله پاچا

0 487

د کورنیو چارو وزارت مالومات ښيي چې د اختر له درې ورځیني اوربند وروسته طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې ۸۰ ملکي وګړي شهیدان کړي او نږدې ۱۰۰ نور یې ټپيان کړي دي.

دا مرګ ژوبله تېرو ۷ ورځو کې ملکي وګړو ته د طالبانو په ماین چاودنو او مخامخ جګړو کې اووښتې ده.

یواځې د یکشنبې په ورځ د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ کې د طالبانو ۴ ماین چاودنو ۲۱ ملکي وګړي شهیدان کړي او ۲ نور يې ټپيان کړي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مالومات ښيي چې یواځې د عرفې او د اختر په درېیو ورځو کې په بېلابېلو پېښو کې ۳۲ ولسي وګړي وژل شوي او نږدې ‍۱۵۰ نور ټپيان شوي دي.

دا چاودنې هغو سیمو کې شوي چې افغان ځواکونه پکې نه دي میشت او طالبان پکې فعالیت کوي.

دا چې طالبان د دې چاودنو مسوولیت نه منی، دا جلا خبره ده، خو په ټوله کې د طالبانو د جګړې زیات تمرکز ماین ایښودلو او چاودنو باندې دی او له دې لارې یې زیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د عملیاتو کولو کار هم سخت کړی دی.

دا ماینونه په اصل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ايښودل کیږي، خو دا چې د ماین ځآنګړی مهارت د ټولو طالبانو نه دی زده او یا قصدا غواړي ملکي وګړي قرباني کړي.

د اختر په ورځو او له اختر وروسته اوه ورځو کې د طالبانو د ماین چاودنو سره مرکې شوي او هغوی په ښکاره ویلي چې دا ماینونه طالبان د افغان ځواکونو لپاره خښوي چې ډير کله پر ملکي وګړو چاودنه کوي.

کله چې طالبان له دې ډول چاودنو له مسوولیت څخه تيښته کوي، یوه بله موضوع ښکاره کیږي چې د طالبانو ترمنځ لوی جنجال او اختلاف شته.

د طالبانو منځ کې ځینې نورو هېوادونو استخباراتي کسان شته چې هڅه کوي د ملکی وګړو په قربانی کولو سره نورې موخې تعقیب کړي، دا په طالبانو پورې اړه لري چې څنګه مالوم کړي چې دا ملکی وګړي د دوی د وسله والو له لوري څنګه موخه ګرځي او د دې تر شا اهداف څه دي.

طالبان مجبور دي افغان ولس ته د دې پېښو او ملکي وګړو د تلفاتو سپيناوی ورکړي، خو دا چې طالبان په هیڅ موضوع کې ځان مسوول نه ګڼي چې سپيناوی ورکړي، ځینې وخت د ملکي وګړو قربانیانو ته هم سپک ګوري او په جاسوسۍ یې تورنوي.

طالبان ډير کله پر ملکي وګړو چاودنه کوي، خو بیا په سیمه کې خلکو ته وایي چې دا ماین دولتي ځواکونو ځای په ځای کړی و او په دې ډول سره غواړي چې د سیمې د خلکو ذهنیت بدل کړی.

خو اوس چې خواله رسنۍ شته او اطلاعاتو ته لاس رسی زیات شوی، د طالبانو له دې کرغیړن عمل څخه د هرې سیمې خلک خبر دي، ځکه هغوی ګوري چې طالبان په لویو لارو ماینونه ږدي چې ډير کله یې قربانیان ملکي وګړي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply