طالبان د زور له لارې د ملاتړو په هڅه کې

نوید احمد څرک

0 600

تازه راپورونه دا دي چې د غور ولایت سرجنګل ولسوالۍ کې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، که د دوی د تحریک ملاتړ و نه کړي، و به وژل شي.

سرجنګل ولسوالۍ کې هغه سیمې چې د طالبانو فعالیت پکې شته، دا خبرداری یې خلکو ته ورکړی دی.

خلک په هیڅ قیمت حاضر نه دي چې د طالبانو ملاتړ وکړي، ځکه تازه مودر کې یې د دې سیمې یو کس شهید کړی، یو بل یې ټپي کړل او یو یې یرغمل کړی دی.

د طالبانو د دې جابرانه چلند څخه ځايي خلک سخت اندیښمن دي او له دولتي ځواکونو یې د همکارۍ غوښتنه کړې.

طالبان له ځآیي خلکو څخه د ملاتړ غوښتنې تر څنګ عشر او زکات په نوم باج هم غواړي او ځایي خلک په مرګ ګواښي.

طالبان چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته د جګړې لپاره د بشري قوې له کمښت سره مخ دي، له هر ډول لارو کار اخلي چې خپل ملاتړي زیات او د جګړې لپاره د خلکو جلب و جذب کې کموالی را نه شي.

دا اوس په ډاګه ده چې طالبان امکانات او پيسې لري، چې بهرني افغان دښمنه هېوادونه یې ورکوي، خو د بشري قوې له جدي کمبود سره مخ دي چې په ټوله کې یې د طالبانو تر رهبرۍ انديښنې راپورته کړي دي.

پخوا به طالبانو ځوانان د اشغال پرضد جهاد په پلمه استخدام کول او ډیر زیات د غریبو خلکو اولادونه به یې د خپلو ګټو لپاره جګړې ته لیږل او قرباني کول به یې، خو اوس طالبانو ته کومه پلمه پاتې نه ده چې له مخې یې د جګړې لپاره خلک جلب کړي او د پردیو ګټو لپاره یې وکاروي.

طالبان اوس له څو خواو فشار سره مخ دي، امریکا، نړیواله ټولنه، افغان حکومت او عام افغانان، دا ځکه چې طالبانو تراوسه سولې ته د رسیدو لپاره هیڅ نیک نیت نه دی ښودلی، خو مقابل کې افغان حکومت او افغانانو د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او ټولو ته یې ښودلې چې افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره ډير خطرونه مني او بیا هم پر طالبانو باور کوي.

اوس چې لوی مشورتي جرګې د طالب زندانیانو د خوشې کیدو صلاحیت ولسمشر ته ورکړ، تر څنګ یې ځینې نورې غوښتنې هم درلودلې، له طالبانو د تضمین اخیستل، اوربند، تاوتریخوالي کمیدل، مخامخ خبرې، د جمهوریت او شل کلنو لاس ته راوړنو خوندیتوب، هغه غوښتنې اوړاندیزونه دي چې جرګې حکومت ته ورکړي دي.

طالبانو ته پکار دي چې هر څومره ژر د سولې پروسه بریالۍ کړي، د دې لپآره چې د هرې ورځې په تیریدو د طالبانو وسله وال کمیږي او دا به د مذاکراتو په میز باندې د دې ډلې حیثیت لا ډير کم کړي.

د جګړې ټول امتیازات او امکانات د طالبانو قومندانان او سیاسي مشران وهي او قرباني یې وسله وال ورکوي، دا وسله وال اوس د طالبانو د جګړې په هدف پوه شوي چې واک ته د رسیدو او امکاناتو پیدا کیدو جګړه ده چې وسله والو ته پکې هیڅ نه رسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply