د غازي امیر امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه

0 946

په ننګرهار کې د غازي امان الله په مزار د ګلونو ګېډۍ په ایښودو سره په رسمي ډول د خپلواکۍ ورځې نمانځل پیل شول.

په دې مراسمو کې د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډې کېښودلو او د هغه روح ته د دعا لاسونو لپه کولو وروسته رسنيو سره د خبرو پر مهال، د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د هغه د ارمانونو پوره کېدو لپاره د حکومت د بشپړ تیاري ډاډ ورکړ.

نوموړي له ننګرهار مېشتو وغوښتل، چې د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۱ کلېزې په وياړ په ښار او ولسواليو کې جوړو شويو مراسمو کې ګډون وکړي او په دې سره د ازادۍ ګټونکو اتلانو او شهيدانو روح ته افتخار وبښي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال شفيق الله رسولزي هېوادوالو ته د خپلواکۍ ۱۰۱ کليزې مبارکۍ ويلو ترڅنګ د امنيت په ټينګښت کې د دفاعي ځواکونو بشپړ چمتووالی وښود.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply