د اسماعیله فرقې مشر شهزاده کریم اغاخان د یو پیغام له لارې ولسمشر غني ته د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ کلیزې مبارکې ویلې او له افغانستان سره یې د ګډ کار ژمنه بیا تازه کړې ده.

په دې پیغام کې چې د ارګ له لوري خپور شوی اغاخان په کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او هوساینې هیله کړې ده.

په پیغام کې وړانډې لیکل شوي، په دې تاریخي شېبه کې اسماعیلي امامت او د اغاخان انکشافي شبکه د افغانستان حکومت سره د ګډ کار په برخه کې پخپله ژمنه ولاړ دي او له اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ او باکیفیته ژوند سره تړلې سوله ییزې راتلونکې ته د رسېدو لپاره به د افغانستان خلکو سره خپلو هڅو او همکاریو ته دوام ورکړي.