په کابل ښار راکټي بریدونو کې ۷ ملکیان ټپیان شوي

0 640

 نن سهار له مختلفو ناحیو په کابل ښار ۱۳ راکټونه ویشتل شوي او ټول په ملکي سیمو لګېدلي چې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون په کې ۷ ملکیان ټپیان شوي دي.

د دې راپور پر اساس، ټول ۱۳ راکټونه ویشتل شوي چې یو په اتمې ناحیې کې لګېدلی او یو نفر په کې ټپي دی، درې راکټونه په لسمه ناحیه کې په شېرپور، د وزیراکبرخان پنځلسم سړک او قلعه موسی کې لګېدلي او یو ملکي کس په کې ټپي دی، یو راکټ د شپاړسمې ناحیې په زړو مکروریانو کې لګېدلی او یو ملکي کس په کې ټپي دی.

د دې راپور پر اساس، څلور راکټونه د لومړۍ ناحیې په شوربازار او د عیدګاه او میوند جادې په محوطه کې لګېدلي او په شوربازار سیمه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

همداراز درې راکټونه په دویمه ناحیه کې د اندرابیانو، قول ابچکان او ملي دفاع وزارت په محوطه کې لګېدلي او په اندرابي کوڅه کې ۲ ماشومان ټپیان دي.

دغه راز یو راکټ د نهمې ناحیې په شش درک سیمه کې لګېدلی او تلفات نه لري.

په ورته مهال ملي دفاع وزارت ویلي، په ده سبز ولسوالۍ کې یې په بختیاران سړک کې ځای پر ځای شوي نور څو راکټونه خنثی کړي او طالبان یې د دې راکټي بریدونو مسوول بللي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply