له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د چین د ولسمشر شي جېنګ پېنګ له قوله لیکل شوي دي: د افغانستان او چین ترمنځ د ۶۵ کلونو ډيپلوماتیکې اړیکې د دواړو هیوادونو متقابل درناوي، دوستۍ او دوه اړخیزه همکاریو څخه برخمنې وې. 

نوموړي پخپله دې پیغام کې څرګنده کړې ده چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراختیا زما لپاره ځانګړی ارزښت لري او تیار یم چې د دغو اړیکو د پراختیا په برخه کې چې د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي، له تاسو سره یو ځای کار وکړم.