دافغانستان خپلواکي او زموږ ویاړلې ورځ

شیرمحمدامیني ستانکزی

0 772

کله چې انګریزانو زموږ په  ګران هیواد افغانستان باندې یرغل راوړل  او زموږ خاوره يې  تر ولکې لاندې کړي وه،  دهیواد  اتلوولسونو د زیاتو سرښندنو اومبارزو  وروسته په ۱۲۹۸ هـ . ل  کال افغانستان د یرغلګرو انګریزانوڅخه خپله آزادي اوخپلواکي د غازي شاه امان الله خان په مشرۍ ترلاسه کړه او دغه ستر ویاړ چې موږته پاتې دی؛ نه هیریدونکي اوزموږ  راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي.  

له نن څخه پوره  ۱۰۱ کاله وړاندې زموږنیکونو په خپلو اتلولیواو سرښندنو خپل هېواد د وخت له یرغلګرو انګلیسانو د هغه استعماري او کبرجني امپراطورۍ څخه آزاد کړل .

دغه ورځ   هرکال په هیوادکې په پوره شاندارو جشنونو اومحفلونو سره یادونه يې کیږي او افغانان په سر لوړي او افتخار پر انګلیس باندې د خپل تاریخي بري ورځ لمانځي .

انګريزي استعمارګرو غوښتل، چې زموږ په هیواد دسياسي حاکميت په ټینګولو، سياسي اواقتصادي موخوته ځانونه ورسوي، خو په دې آرمان  ډیرو خپل ځانونه ګور ته ورسول او دې نیواکګر ځواک چې کومې هیلې او آرمانونه له ځان سره درلودل،  له خاورو سره  خاورې شول .

دآزادۍ دګټلو ستر او سرښندونکي اتل شاه امان الله خان غازي  په ۱۹۱۹ زیږدیز  کال کې  دهیواد د خلاصون ورځ اعلان کړه او افغانستان   يې د یو آزاد او خپلواک هیواد په توګه نړیوالوته په ډاګه ور وپیژندل .

د زمري ۲۸ مه نېټه زموږ د آزادۍ پلوو مبارزینو او مجاهدینو دسرښندنو، میړانې او اتلوليو ورځ ده،  چې دغه ورځ  موږته ویاړ راپه برخه کوي، ځکه د نړۍ ستر ځواک هیواد انګلیس ته  افغانانو درې ځلې ستره ماته ورکړه اودبریا پایله زموږ دباتورو اوننګیالیو افغانانو په برخه شوه .

دزمري اته ویشتمه  ورځ چي  د افغا نستان داستقلال د ورځي  په نامه یادیږي، په تاریخ کي په زرینو کرښو ثبت شوېاودټولوافغا نانو لپاره دویاړونو اودهسکوشملو ورځ هم یادولی شو.

دآزادۍ دبیرته  دترلاسه کولو ورځ  میړني ولس هرکال  په ځانګړو مراسمواو جشنونو لمانځي. دوی دخپلو، باتورو اوننګیالیو، شهیدانو، غازیانو او اتلانو کارنامې ژوندۍ ساتي او دهغوی ستاینه کوي .

د ملي اوپرتمینوورځو درنښت، دټولوهیوادوالو، ملي وجیبه ده، چې  لمانځنه يې په خورا درنښت او ویاړ سره وکړي. د ویاړ ونو ډکې ورځې موږته دویاړنه، نه یوازې پاتې دي؛ بلکې هغو هیوادونو ته هم د عبرت درس ورکوي، کوم چې زموږخاورې ته به بدنیت اوبده سترګه ګوري اودیرغل راوړلو فکر ورسره  وي .

خو افغانان چې دخپل دویاړ نه ډکې ورځې  په جشنونو تازه کوي،  نو د افغانستان دخاورې پټ دښمن دبدن هډونه  يې په لړزه شي او بیا اتلو افغانانوته  کاږه هم کتلی نشی .

درنو هیوادوالو او سرلوړو افغانانو!  

دخپل ګران افغانستان  دآزادۍ دبیرته اخیستلو ورځو ته ویاړ وروبښئ؛ د ډاډمنې سولې په راوستوکې، دیوالې اویوموټې کیدو، دجنګ اوجګړوڅخه لاسنیوی اود هیواد پرمختګ په لاره کې سرښندنې زموږ  یواځنۍ غوښتنه ده، چې موږ دبریا او سوکالۍ لورې ته بیايي. که موږ متحد او متفق واوسو، هیڅکله دهیواد دخاورې دښمن پرموږ نشي بریالي کیدای .  

راځې چې دغه  ملي ورځې  په یوالې سره ولمانځو  اوخپلو ملي امنیتي ځواکونو ته  روحیه ورکړو، چې افغانان تل  په میړانه د هیواد له دښمنانو سره جنګیدلي او دمبارزو پایله دافغانانو په برخه شوي .

تل دې وي افغانستان، ژوندی دې وي میړني او سر لوړي افغانان او ژوندي دې وي زموږ داتلو اوسرښندونکو یادونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply